کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشر اشرف غني د ناتو له ملکي سفیر نیکولاس کي سره ولیدل

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 16 حوت 1397 ساعت 16:28

ولسمشر اشرف غني د پنجشنبې پر ورځ( د کب ۱۶) له غرمې مخکې د ناتو له ملکي سفیر نیکولاس کي سره ولیدل.



ولسمشرۍ په ډاګه کړې، چې دواړو لوریو په ارګ کې د سولې بهیر، له وسلوالو مخالفانو سره د مبارزې، د سولې په اړه د مشورتي لویې جرګې او کابل بهیر د درېیمې ناستې د جوړولو په اړه بحث او خبرې وکړې.
د خبرپاڼې د څرګندونو له مخې؛ ولسمشر اشرف غني له ښاغلي نیکولاس کي سره په خبرو کې ویلي، چې  له وسلوالو مخالفانو سره د مبارزې په برخه کې باید سیمه ییزه اجماع رامنځته او د تروریستي ډلو تر منځ اړیکې په ځانګړي ډول له هغوی سره د دولتونو اړیکې واضح شي، چې په سیمه کې پایداره سوله راشي.
د کتنې په پای کې نیکولاس کي څرګنده کړې، چې ناتو سازمان د افغان دولت له ټولو برنامو په ځانګړي ډول د پایداره سولې برنامې هر اړخیز ملاتړ کوي او د مشورتي لویې جرګې او کابل پروسې د درېیمې ناستې د جوړولو په برخه کې هم همکارۍ ته چمتو دی.
د یادونې ده، چې په افغانستان کې د ناتو ملکي استازي اوړمه ورځ خپل ځانګړی کار پیل کړی دی.
 


د مطلب کود: 180948

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/180948/ولسمشر-اشرف-غني-د-ناتو-له-ملکي-سفیر-نیکولاس-کي-سره-ولیدل

آوا
  https://www.avapress.com