کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امریکا نړیواله پراختیاي ي اداره د افغانستان ښځو څخه ملاتړ کوي ترڅو رسمي اقتصادي بهیر کې خپل ګډون پراخ کړي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 16 حوت 1397 ساعت 16:55

نن په هرات ولایت کې د «ګډ پرمختګ: ښځې په سوداګرۍ کې» تر نامه لاندې سیمهایز سوداګریز نندارتون
پرانیستل شو.



دغه درې ورځنی نندارتون چې د روان کال د مارچ میاشتې ۷مې څخه تر ۹مې نېټې پورې په لاره اچول کیږي د
ښځو نړیوالې ورځې سره سمون لري. دغه نندارتون د هغو درې نندارتونونو څخه یو دی چې د امریکا نړیوالې پراختیاي ي ادارې په ملاتړ رامنځته کیږي ترڅو د افغان ښځو اړوند شرک تونو او د هغو شرک تونو محصولات او خدمتونه نندارې ته وړاندې کړي چې د کارکوونکي د پاموړ برخه ی ې ښځې جوړوي.
دغه نندارتون د ګډونکوونکو تشبثونو ترمنځ د اړیکو رامنځته کیدو لپاره زمینه برابروي او د یوې ورځې لپاره به د ننداره کوونکو
او پیرودونکو پر مخ پرانیستی وي. یاد نندارتون کې به د هرات او شپږ نورو لویډیز ولایتونو څخه بیلابیل تشبثونه خپل توکي
نندارې ته وړاندې کړي. ګډونکوونکي تشبثونه به د خپل تشبث لپاره مشتریان، عرضه کوونکي، او قراردادیان وپیژني او د دي
ترڅنګ به د مشتریانو د اړتیاوو او اړوند سکټور کې د سیالۍ په اړه مالومات پیدا کړي.
په افغانستان کې د امریکا نړیوالې پراختیاي ي ادارې رئیس ښاغلي پیټر ناتيالو په دي اړه وویل «د افغانستان ښځو سره خصوصي سکټور کې د هغوي ګډون پراخولو، او د تشبثونو سره د پلور او بازارموندې تجربې ترلاسه کولو برخو کې د مرستې لپاره د نندارتونونو رامنځته کول یوه اغیزمنه لاره ده».
تېر کال په هرات ولایت کې په لاره اچول شوي نندارتون کې ښځینه تشبثونه د شاوخواه ۶.۴میلیونو افغانیو په ارزښت د عمده پلور قراردادونه لاسلیک کولو او د شاوخواه ۵۴۸۰۰۰افغانیو په ارزښت د پرچون پلور باندې بریالي شول
 


د مطلب کود: 180956

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/180956/د-امریکا-نړیواله-پراختیاي-ي-اداره-افغانستان-ښځو-څخه-ملاتړ-کوي-ترڅو-رسمي-اقتصادي-بهیر-کې-خپل-ګډون-پراخ-کړي

آوا
  https://www.avapress.com