دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۶ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۵۵
د مطلب کود : 180956
د امریکا نړیواله پراختیاي ي اداره د افغانستان ښځو څخه ملاتړ کوي ترڅو رسمي اقتصادي بهیر کې خپل ګډون پراخ کړي
نن په هرات ولایت کې د «ګډ پرمختګ: ښځې په سوداګرۍ کې» تر نامه لاندې سیمهایز سوداګریز نندارتون پرانیستل شو.

دغه درې ورځنی نندارتون چې د روان کال د مارچ میاشتې ۷مې څخه تر ۹مې نېټې پورې په لاره اچول کیږي د
ښځو نړیوالې ورځې سره سمون لري. دغه نندارتون د هغو درې نندارتونونو څخه یو دی چې د امریکا نړیوالې پراختیاي ي ادارې په ملاتړ رامنځته کیږي ترڅو د افغان ښځو اړوند شرک تونو او د هغو شرک تونو محصولات او خدمتونه نندارې ته وړاندې کړي چې د کارکوونکي د پاموړ برخه ی ې ښځې جوړوي.
دغه نندارتون د ګډونکوونکو تشبثونو ترمنځ د اړیکو رامنځته کیدو لپاره زمینه برابروي او د یوې ورځې لپاره به د ننداره کوونکو
او پیرودونکو پر مخ پرانیستی وي. یاد نندارتون کې به د هرات او شپږ نورو لویډیز ولایتونو څخه بیلابیل تشبثونه خپل توکي
نندارې ته وړاندې کړي. ګډونکوونکي تشبثونه به د خپل تشبث لپاره مشتریان، عرضه کوونکي، او قراردادیان وپیژني او د دي
ترڅنګ به د مشتریانو د اړتیاوو او اړوند سکټور کې د سیالۍ په اړه مالومات پیدا کړي.
په افغانستان کې د امریکا نړیوالې پراختیاي ي ادارې رئیس ښاغلي پیټر ناتيالو په دي اړه وویل «د افغانستان ښځو سره خصوصي سکټور کې د هغوي ګډون پراخولو، او د تشبثونو سره د پلور او بازارموندې تجربې ترلاسه کولو برخو کې د مرستې لپاره د نندارتونونو رامنځته کول یوه اغیزمنه لاره ده».
تېر کال په هرات ولایت کې په لاره اچول شوي نندارتون کې ښځینه تشبثونه د شاوخواه ۶.۴میلیونو افغانیو په ارزښت د عمده پلور قراردادونه لاسلیک کولو او د شاوخواه ۵۴۸۰۰۰افغانیو په ارزښت د پرچون پلور باندې بریالي شول
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcen78zpjh8voi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته