دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۶ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۵۰
د مطلب کود : 180963
حکومت ټاکنو لپاره امنیت ټینګښت په برخه کې هر ډول لوژستیکي او مالي همکاریو ته چمتووالی وښود
د حکومت رهبرۍ د ټاکنیزو کمېسیونونو پر خپلواکۍ ټینګار وکړ او د ټاکنو ترسره کېدو او د امنیت د تامین په برخه کې هر ډول لوژستیکي او مالي همکاریو ته چمتووالى وښود.

دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې راغلى چې له ارګه پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.
ارګ ماڼۍ خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د ټاکنیزو کمېسیونونو له نوو غړو او د دارالانشاء له رئیسانو سره وکتل.
سرچينه زياتوي، په دې کتنه کې چې په دلګشا ماڼۍ کې ترسره شوه، د جمهوري رياست دویم مرستیال استاد سرور دانش او اجرائیه ريیس ډاکتر عبدالله عبدالله هم حضور درلود.
سرچينه کاږي چې ولسمشر په دې ناسته کې وویل، د ټاکنو اړوند حکومتي بنسټونه له ټاکنیزو کمېسیونونو سره د ټاکنو ترسره کېدو په برخه کې بشپړ چمتووالی لري او ټاکنې پر ټاکلي وخت ترسره کېږي.
ده زیاته کړه، د دواړو کمېسیونونو خپلواکۍ ته په درناوي حکومت د ټاکنو د ترسره کېدو او  د امنیت د تامین په برخه کې هر ډول لوژستیکي او مالي همکاریو ته چمتو دی.
 
https://avapress.com/vdccexqs12bq4o8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته