کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حکومت ټاکنو لپاره امنیت ټینګښت په برخه کې هر ډول لوژستیکي او مالي همکاریو ته چمتووالی وښود

16 حوت 1397 ساعت 17:50

د حکومت رهبرۍ د ټاکنیزو کمېسیونونو پر خپلواکۍ ټینګار وکړ او د ټاکنو ترسره کېدو او د امنیت د تامین په برخه کې هر ډول لوژستیکي او مالي همکاریو ته چمتووالى وښود.



دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې راغلى چې له ارګه پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.
ارګ ماڼۍ خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د ټاکنیزو کمېسیونونو له نوو غړو او د دارالانشاء له رئیسانو سره وکتل.
سرچينه زياتوي، په دې کتنه کې چې په دلګشا ماڼۍ کې ترسره شوه، د جمهوري رياست دویم مرستیال استاد سرور دانش او اجرائیه ريیس ډاکتر عبدالله عبدالله هم حضور درلود.
سرچينه کاږي چې ولسمشر په دې ناسته کې وویل، د ټاکنو اړوند حکومتي بنسټونه له ټاکنیزو کمېسیونونو سره د ټاکنو ترسره کېدو په برخه کې بشپړ چمتووالی لري او ټاکنې پر ټاکلي وخت ترسره کېږي.
ده زیاته کړه، د دواړو کمېسیونونو خپلواکۍ ته په درناوي حکومت د ټاکنو د ترسره کېدو او  د امنیت د تامین په برخه کې هر ډول لوژستیکي او مالي همکاریو ته چمتو دی.
 


د مطلب کود: 180963

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/180963/حکومت-ټاکنو-لپاره-امنیت-ټینګښت-په-برخه-کې-ډول-لوژستیکي-او-مالي-همکاریو-ته-چمتووالی-وښود

آوا
  https://www.avapress.com