دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۶ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۱۹
د مطلب کود : 180971
پاکستان وایی چی د ۱۸۲ مدرسو کنټرول ییې په لاس کې اخیستی
د پاکستان حکومت نن وویل، د ۱۸۲ مدرسو کنټرول‌يې په لاس کې اخیستی او تر ۱۰۰ زیات وګړي یې نیولي دي.

دا کار په پاکستان کې پر افراطي اسلام‌پالو د ملېشه ډلو د فعالیت د مخنیوي لپاره شوی دی.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت نن په یوه بیان کې ویلي، د قانون د حاکمیت ادارو ۱۲۱ وګړي توقیف کړي دي.
د فبرورۍ په څلورمه د هندي کشمير په پلوامه سیمه کې د خونړۍ حملې مسؤلیت په پاکستان کې د افراطي اسلام‌پالو ډلې، جیش محمد واخېست.
په حمله کې تر ۴۰ زیات هندي ملېشه عسکر ووژل شو.
له هغه راهیسې نړیوالو پر پاکستان فشار زیات کړی چې په خپله خاوره کې د افراطي ډلو د فعالیت مخنیوی وکړي، خو د پاکستان د کورنیو چارو وزارت نن ویلي چې د مدرسو او افراطي وګړو پر ضد تازه عملیات‌یې له مخکې پلان کړي وو او د نړیوالو له فشار سره تړاو نه‌لري.
https://avapress.com/vdcbzgb88rhbw9p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته