خوښ ديک ۰

امریکا ولسمشر انتخاباتی کمپاین رئیس ۴۷ میاشتې بند باندی محکوم شو

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د انتخاباتي کمپاین رئیس په ۴۷ میاشتې بند محکوم شو.
امریکا ولسمشر انتخاباتی کمپاین رئیس ۴۷ میاشتې بند باندی محکوم شو

پاول منافورټ اوکرایني سیاستوالو ته په سلا مشورو ورکولو کې د پام وړ ګټه تر لاسه کړې وه او وروسته د ډونالډ ټرمپ د انتخاباتي کمپاین مشر شو.
منافورټ چې په تېر اګسټ کې په بانکي او مالیاتي درغلیو مجرم بلل شوی و، د پنجشنبې په ورځ د یو قاضي له‌خوا دا ورکړل شوې سزا تر هغې ډېره کمه ده چې څارنوال یې غوښتنه کړې وه.
د منافورټ قضیه د لومړي ځل لپاره د ځانګړي څېړونکې رابرټ مولر له‌خوا د نوموړې د هغو څیړنو په لړ کې راپورته شوه چې د امریکا د ۲۰۱۶ میلادي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې یې د روسیې د لاسوهنې او د روسیې چارواکو او د ټرمپ د همکارانو تر منځ د معاملو په اړه کوي، خو د ولسمشر ټرمپ د انتخاباتي کمپاین د دې پخواني مشر محکومېدل په مستقیمه توګه د امریکا په انتخاباتو کې د روسیې له مداخلې سره تړاو نه‌لري، بلکې د نوموړې د هغو فعالیتونو له کبله دي چې د روس پلوو اوکرایني سیاستوالو سره د کار کولو په بدل کې یې ګټلي میلیونونه ډالر له امریکا بهر تر ۳۰ د زیاتو بانکي اکاونټونو او کمپنیو په وسیله پټ کړي او امریکايي مالیه یې نه‌ده ورکړې.
جمعه ۱۷ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۴۲
د مطلب کود: 180998 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *