دخپریدو نیټه :شنبه ۱۸ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۰۷
د مطلب کود : 181023
د امریکا او طالبانو مذاکرات نن په قطر کې د سره نیول کیږی
قرار دی، امریکایی هیئت او طالبانو نمایندګان د یو ورځې وقفه وروسته، سولې خبری اتری نن په دوحه کې د سره ونیسی.

دا د طالبانو او امریکایی هیئت ترمنځ سولې خبرو اترو پنځم دور دی چی د فبروری میاشتی ۲۵ نیټې راهیسی په دوحه کی ادامه لری.
داچی جزئیات قطر کې جاری خبرو اترو په اړه رسنیو سره نه دی شریک شوی، خو ویل کیږی چی امریکایی هیئت د زلمی خلیلزاد په رهبری په منظم توګه د ولسمشر غنی سره په اړیکه کې دی او طالبانو نمایندګانو سره خبرو اترو جریان شریکوی.
طالبان تراوسه د افغانستان حکومت نمایندګانو سره هرډول مستقیم خبری اتری رد کړی دی.
https://avapress.com/vdcau6n6e49naw1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته