د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ اړوند په موشکي سیمه کې تیره ورځ ناوخته د طالبانو اړوند هغه مرکز باندي هوایې برید ترسره شو، چې د کابل ـ کندهار د لویې لاري له بار وړونکو موټرو څخه به پکي وسله والو باج اخیست.
په ترسره شوي برید کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي دي. دا په داسي حال کې ده چې له تیرو څو میاشتو راهیسي طالبانو د کابل ـ کندهار لویې لاري له باروړونکو موټرو څخه د باج اخیستلو په موخه د یادي ولسوالۍ په موشکي، صاحب زاده او کډي جامراد سیمو کې مشخص مرکزونه جوړ کړي وو، چې ټول یې د هوایې ځواکونو لخوا په نښه او له منځه یوړل شول. دغه راز تیره ورځ د قره باغ ولسوالۍ په اړوندو کې یو بل وسله وال طالب هم په هوایې برید کې وژل شوی د
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)