دخپریدو نیټه :شنبه ۱۸ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۰۱
د مطلب کود : 181065
د سولې خبرو جریان کې د یو او بل پر منلو د افغان سیاسیونو ټینګار
افغان سیاسیون د سولې خبرو په جریان کې د یو او بل پر منلو ټینګار کوي.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د شنبې په ورځ د «کب پر ۱۸مه» د محمد قسیم فهیم د مړینې د پنځم تلین په مناسبت غونډې ته وویل چې سوله د ټولو افغانانو له لومړیتونو څخه ده، خو هغه سوله چې هغه کې عدالت وي.
نوموړي د افغان سولې په اړه د سیمه ییزو او نړیوالو هڅو د هرکلي ترڅنګ وویل چې په دې اړه ملي تفاهم ته اړتیا ده.
عبدالله عبدالله
عبدالله عبدالله
عبدالله وویل:"یوه مهمترینه مسئله چې د سولې مسئله ده دا ایجابوي چې زموږ مشران او موږ ټوله د ملي ګټو او ځانګړي ډول د هېواد د ګټو په خاطر سره یو ځای شو او د افغانستان خلکو ته لار اسانه کړو، او لار خلاصه کړو چې د افغانستان خلک په سوله کې ژوند وکړي."
د ښاغلي عبدالله په باور افغانستان به هغه مهال «خپلواک» وي چې په دغه هېواد کې هیڅ ترورستي ډله شتون ونه‌لري او هیڅ یو هیواد ته د افغانستان لخوا ګواښ پېښ نشي.
هغه زیاته کړه:" افغانستان به هغه مهال ازاد وي چې، هېڅ یوه تروریستي ډله پکې شتون ونه‌لري... او هغه مهال به په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور ته هم اړتیا نوي،افغانستان د نړیوالې ټولنې له مرستې مننه کوي،دا یوه اړتیا ده او دا همکارۍ به دوام پیدا کړي".
د افغانستان د سولې د عالي شورا رئیس کریم خلیلي هم وویل چې د افغانستان د مسئلې د هواري لپاره د ښکېلو اړخونو ترمنځ تفاهم ته اړتیا ده چې په دې برخه کې باید ډېرې هڅې وشي.
کریم خلیلي
کریم خلیلي
هغه وویل:"موږ عزتمندانه سوله غواړو، هغه سوله چې عزتمندانه نه وي نه یې غواړو... موږ نه غواړو چې د طالبانو امارت او ملاییزم ته وګرځو، خو دا توقع هم باید ونه لرو چې له هغوی تسلیمي وغواړو."
خلیلي هم د سیاسي او حزبي مشرانو ترڅنګ د افغان حکومت له مشرانو څخه وغوښتل چې د جګړې د ختمولو او سولې ته د رسېدو په برخه کې خپل یووالي وساتي.
عبدالرب رسول سیاف هم وویل چې د هر هغه حرکت ملاتړ کوي چې په هېواد کې روانه جګړه پای ته ورسوي او په هېواد کې سوله رامنځته شي.
هغه وویل:"هر څوک چې د سولې ته د رسېدو په برخه کې هڅه کوي، له سولې شورا نیولې تر حامد کرزي‌ او نورو قدرداني یې کوم، موږ هغه سوله د افغانستان خیر او عزت بولو چې ټول خلک پکې حضور ولري".
پخوانی ولسمشر حامد کرزی چې تېره میاشت یې د مسکو په غونډه کې هم ګډون کړی و په دغه غونډه کې وویل چې سولې ته د رسېدو په برخه کې له ګڼو جهادي او سیاسي مشرانو سره په اړیکه کې دی چې هڅه به وکړي د سولې په اړه کوښښونه یې نتیجه ورکړي.
کرزی مسکو غونډه کې له طالب مرکچیانو سره
کرزی مسکو غونډه کې له طالب مرکچیانو سره
افغان چارواکي‌ او سیاسیون پر داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې په دې وروستیو کې تر بل هر وخت د سولې په اړه هڅې زیاتې شوي دي.
تر دې مخکې د افغان سولې په اړه د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د سولې په خبرو کې د ګډون په هدف د حکومت په مشرې د یو پراخ ملي ټېم پر رامنځته کولو چې د سیاسي حزبونو غړي هم پکې ګډون ولري ټینګار کړی و.
 
https://avapress.com/vdcg3q9qnak97z4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته