کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سولې بهیر کې د سوداګرو د کمې ونډې له امله د خصوصي سکټور اندېښنه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 18 حوت 1397 ساعت 17:28

په افغانستان کې د سولې لپاره د هڅو له زیاتوالي سره جوخت، ځينې سوداګر وايي چې خصوصي برخه په دغې بهیر کې کمه ونډه لري او د هغوی په وینا د هېواد نامالومه سیاسي وضعیت به د سوداګریزو او تولیداتي فعالیتونو د دوام لپاره زیان رامنځته کوونکي وي.



دغه سواګر وايي چې د خصوصي برخې د څه باندې ۵۰ مېلیارد ډالري پانګونې او د هېواد اقتصادي ودې سربېرته هغوی د سولې خبرو اترو او راتلونکو پرېکړو کې ځانګړې ونډه نه لري.
سوداګر داوود جبارخېل په دې اړه وویل:«کله د لنډمهاله حکومت په اړه خبرې کوي، کله د ټاکنو په اړه. دا نامالومه وضعیت پر اقتصاد ستر اغېز لري. دا په خصوصي سکټور چې ډېرو خلکو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده ډېر تاثیر لري.»
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد اوسنی اقتصادي نظام د اساسي قانون پر بنسټ اقتصاد بازار دی چې د هغه اصلي چورلیز خصوصي برخه ده. خو ځینې سوداګر په اساسي قانون کې د احتمالي تعدیلاتو او د هېواد اقتصادي نظام بیاکتنې ته په پام سره وايي د خپلو پانګو په اړه انېښنه لري.
هغوی وايي باید د هغوی اندېښنو او پوښتنو ته د حکومت، نړیوالې ټولنې او طالبانو له خوا ځواب ورکړل شي.
بلخوا د صنایعو او سوداګرۍ خونې یو چارواکی له حکومت او نړیوالې ټولنې غواړي چې د سولې په خبرو اترو کې د خصوصي برخې د استازو د ګډون لپاره روښانه پروګرامونو ته مخه کړي.
د صنایعو او سوداګرۍ خونې مرستیال خانجان الکوزی وايي:«که‎چېرې د سولې خبرې اترې داسې وي، او د طالبانو راتګ له داسې میکانیزم سره وي چې د نجیب له حکومت سره وشو، سواګر له دې اړخه ډېره اندېښنه لري چې خدای مه کړه پانګه یې له منځه ولاړه نه شي.»
دم‎ګړۍ د سړیو ترڅنګ په زرګونو مېرمنو په هېواد کې د کوچنیو، منځنیو او سترو پانګونو سره خلکو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
دا مېرمنې هم په هېواد کې د خپل راتلوونکي د نه روښانیتا له امله اندېښنې دي.
هغوی وايي حکومت، نړیواله ټولنه او طالبان باید د خصوصي سکټور په اړه خپل راتلوونکی دریځ روښانه کړي.
 


د مطلب کود: 181071

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/181071/د-سولې-بهیر-کې-سوداګرو-کمې-ونډې-له-امله-خصوصي-سکټور-اندېښنه

آوا
  https://www.avapress.com