دخپریدو نیټه :شنبه ۱۸ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۳۴
د مطلب کود : 181073
د کابل په ټولو ناحیو کې د سولې په نوم د نیالګیو د کېنولو کمپاین پیل شو
د کابل ښاروالۍ د ۱۳۹۸ لمریز کال لپاره د دغه ښار د سمسورتیا په هدف د (سولې نیالګي) په شعار سره د کابل ښار په په ټولو ناحیو کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل کړ.

کابل ښاروالۍ وایي، راتلونکي لمریز کال کې د دغه ښار د سمسورتیا لپاره زیات پلانونه لکه د نیالګو کېنول، د تفریحي پارکونو جوړول، د کابل د غونډیو سمسورتیا او د کېنول شویو نیالګیو د ساتنې لپاره د قطره‌یي اوبو د سېستم جوړول په پام کې دي.

د کابل ښاروال احمد ذکي سرفراز د دوشنبې په ورځ د کابل د وزیر محمد اکبرخان مینې په غوندۍ کې د (سولې نیالګي) تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو د کمپاین په پرانیست غونډه کې د هوا د ککړتیا او د نیالګیو د نه ساتنې په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل، سږکال به له تېرو کلونو سره په توپیر د کابل ښار د سمسورتیا لپاره ځيني پلانونه پلي کړي.
ده وویل:
"سږ کال د تېرو کلونو په توپیر همکارانو ته سپارښتنه شوې چې د کابل ټولې دوه ویشت ناحیې چې د سمسورتیا امکان یې وي او هېڅ نیالګی په کې کېنول شوی نه وي، مشخص کړي او موږ د سولې په دغه سراسري کمپاین کې د ښار په کچه د حمل د میاشتې تر شلمې نېټې هره اوونۍ یا ورځ په هره ناحیه کې پروګرامونه لرو."
د کابل ښاروال له خلکو غوښتنه وکړه چې له شنو سيمو په سمه توګه ساتنه وکړي او د کورونو مخې ته دې یو یو نیالګی کېنوي.
ښاغلي سرفراز د شنو سيمو د غصب په اړه هم اندېښنه وښوده او ویې ویل چې اوس مهال د کابل ښار د هر اوسېدونکي لپاره له څلور متره مربع کمه شنه ساحه شته چې دا اندازه سیمه کمه ده.
نوموي د کابل د پراختیا د طرحې د چوکاټ په اړه هم خبره وکړه او ټينګار یې وکړ چې د دغې طرحې په پلي کېدو سره به د کابل زیاتې ستونزې هوارې شي.
که څه هم د کابل ښاروال د دغه کمپاین په ترڅ کې د کېنول کېدونکو نیالګیو د شمېر په اړه څه ونه ویل، خو درې ورځې وړاندې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند ازادي راډيو ته ویلي وو چې دوی پلان لري چې په نوي لمریز کال کې د ټول هېواد په کچه ۲۰ میلیونه نیالګي کېنوي.
په ورته وخت کې د افغانستان د چاپېریال ساتنې ادارې هم ویلي چې د کابل ښاروالۍ سره په ګډه به د نیالګیو د کېنولو او ساتنې لپاره خلکو ته د عامه پوهاوي د ورکړې پروګرامونه پیل کړي.
د کابل ښار د نهمې ناحیې یو وکیل عبدالمجیب ساپي وویل، نیالګي کېنوال باید نمایشي نه وي او په هرځای کې هم باید ونه کرل شي.
ده زیاته کړه:
"نیالګي باید په داسې ځایونو کې کېنول شي چې ثمر ته ورسېږي، دا پروګرام باید نمایشي نه وي، په داسې ځاینو کې باید نیالګي کې نه نوو چې هلته اوبه ور ونه رسېږي او په سمه توګه ترې ساتنه ونشي، دا به بیا بې غوري وي."
له دې سره کابل ښاروالۍ وایي، سږکال د نیالګیو کېنولو تر څنګ هڅه کېږي چې د قطره یې اوبو سېستم هم جوړ کړي چې له دې لارې د ښار په ناحیو کې کېنول شوي نیالګي اوبه او له وچېدو وژغورل شي

 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfeydymw6dcxa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته