دخپریدو نیټه :شنبه ۱۸ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۰۰
د مطلب کود : 181089
ننګرهار حصارک ولسوالۍ کې او لوګر څرخ کې طالب وسله والو ته مرګژوبله اوښتي
د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پر مهال د ننګرهار په حصارک کې ۱۱ او د لوګر په څرخ کې ۱۳ طالب وسله وال وژل شوي دي.
 د سرچینو له مخې دغه شپنی عملیات د لوګر ولایت په پسپیچک مولانه کوتل کې ترسره شوي او په پایله کې ۱۳ طالب وسله وال وژل شوي او په وسله والو پورې اړوند له چاودیدونکو توکو ډک یو کرولا ډوله موټر هم له منځه وړل شوی دی.
د خبر پاڼې له مخې افغان ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت په حصارک ولسوالۍ کې هم هوایې حملې کړې او د دغو حملو پر مهال یې ۱۱ طالب وسله وال وژلي دي. بل خوا طالب وسله والو رسنیو ته په لیږل شوې خبر پاڼه کې د لوګر په څرخ کې د طالبانو د وژل کیدو خبر نه مني او زیاتوي چې په دغو شپنیو عملیاتو کې ګڼ ملکیان وژل شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcc4sqso2bq4x8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته