دخپریدو نیټه :شنبه ۱۸ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۰۷
د مطلب کود : 181091
ارګ ماڼۍ: دوحه کې سولې روان خبرو جزئیات زلمی خلیلزاد د ولسمشر غنی سره شریکوي
ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی او په قطر کې د امریکایي مرکچي پلاوي مشر، زلمی خلیلزاد په منظم ډول له طالب استازو سره د خپلو خبرو جزئیات له ولسمشر محمد اشرف غني سره شریکوي.

ولسمشرۍ ماڼۍ په داسي حال کې د قطر په دوحه کې د روانو مذاکراتو په اړه څرګندونې کوي او وایي چې د خبرو جزئیات په منظم ډول د افغانستان له ولسمشر سره شریک کیږي چې، تېره سه شنبه د افغانستان د سولې عالي شورا مشر محمد عمر داود زي په قطر کې د بندو دروازو تر شاه د سولې د روانو مذاکراتو په اړه اندیښنه ښوولې وه.
 د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د پنځم پړاو خبرې له تېرې دوشنبې را په دې خوا پیل شوې پرون د جمعې په ورځ دغه خبرې د یوې ورخې لپاره ځنډیدلي وې خو نن د کب په ۱۸مه بیا پیلیږي.
د دغو مذاکراتو د اجنډا او شوو پرمختګونو په اړه تر اوسه یوه لوري هم په رسمي توګه څه نه دي ویلي.
 
https://avapress.com/vdcf1ydyyw6dcxa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته