دخپریدو نیټه :شنبه ۱۸ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۲۰:۳۵
د مطلب کود : 181095
د کابل- کندهار د لويې لارې بيا رغونې ته۳۰ میلیون دالر چمتو شوي
د افغانستان فوايد عامې وزارت وايي، چې د آسيا پرمختيايې بانک د کابل- کندهار د لويې لارې بيارغاونې لپاره ۳۰ میلیون دالر مرسته کړې ده.

د فواید عامې وزارت، چې پروژه تطبیقوي، په بېخبنایي پروژو کې د نړیوال بانک ونډه مهمه بولي.
د کابل کندهار لویه لار کنډو کپر ده او په هر ځای کې یې پلونه او پولګوټي وران شوي؛ خو اوس نړیوال بانک غواړي  دا سړک بېرته ورغوي.
د ټولګټو وزارت ویاند، مهدی روحاني وایي؛ د آسیا پرمختیايې بانک په افغانستان کې د بېخبنایي پروژو لوی تمویلونکی دی او د کابل- کندهار لویه لار، چې اوس بیا ویجاړه شوې د آسیا پرمختیايې بانک پر مرسته رغول کیږي.
هغه ټینګار کړی، چې د آسیا پرمختیايې بانک د پروژو په پلي کولو کې ښکېلو شرکتونو ته له ۶۰ څخه تر۷۰ سلنه بودجه  چمتو کوي.
د اقتصادي چارو کارپوهان وایي، چې حکومت باید د پروژو پر څرنګوالی راوڅرخي.
د اقتصادي چارو کارپوه تاج محمد تلاش وایي، چې د افغانستان حکومت باید د هېواد د لویو او لنډو لارو رغول او جوړول په پروګرام کې ولري، د پانګې اچونې سرچینې ورته څرګندې وي او تر څنګ یې باید د لارو د څارنې او ساتنې ډلې ولري.
د ټولګټو وزارت د څرګندونو له مخې د کابل- کندهار د سړک جوړولو کار پیل شوی، چې په تېرو ۱۵ کلونو کې د ناامنیو پر لامل ویجاړې برخې ورغوي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjhveviuqeoyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته