دخپریدو نیټه :شنبه ۱۸ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۲۰:۵۶
د مطلب کود : 181097
د پاکستان له فضا څخه هند ته د افغانستان الوتنې بیا پیلیږي
د ملکي هوايي چلند ملي اداره وايي، چې د کابل - ډهلي الوتنې به د مارچ له یوولسمې نیټې وروسته د پاکستان له هوايي فضا بیرته عادي حالت ته ستنې شي او د ټکټونو په بیه به هم راکمه شي.
له تېرو نهو ورځو راهیسې چې د پاکستان فضا د افغان الوتکو په مخ بنده ده، له کابل نه نوي ډهلي ته د الوتنو د ټکټونو بیه دوه چنده شوې ده.
د بیو د زیاتوالي ترڅنګ دوو هندي هوايي شرکتونو هم کابل ته له ډهلي نه الوتنې ځنډولي دي.
د ملک اکسپریس په نوم د یو سیاحتي شرکت مشر وايي، چې هند ته د تلوونکو مسافرینو لپاره په ټکټونو کې د بیې زیاتوالی له ۲۱۰ امریکايي ډالرو څخه تر ٣٥٠ ډالرو پورې دی.
محمد زیت الله چې د همدې شرکت مشر دی وايي، د مسافرینو تګ راتگ هم کم شوی دی.
د فبرورۍ په وروستیو کې د هند او پاکستان ترمنځ له جنجال وروسته د پاکستان فضا د افغان الوتنو په مخ وتړل شوه. هند یو له هغو ملکونو دی، چې زیات شمېر افغانان ورته سفر کوي او تر ډېره دغه مسافرین د درملنې یا کار لپاره هند ته درومي.
یو شمېر مسافرین چې هند ته تګ کوي وايي، دا لوړې بیې ورته خورا زیاتې دي.
د ملکي هوايي چلند د ادارې مسؤلین وايي، چې په پام کې وه، د مارچ په اتمه هند ته الوتنې بیرته عادي حالت ته وګرځي خو دا کار ونشو او بیا په پام کې ده، چې د مارچ په ١١ الوتنې عادي حالت ته ستنې شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb98b8zrhbwgp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته