دخپریدو نیټه :شنبه ۱۸ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۲۳:۲۰
د مطلب کود : 181101
کندهار هوایی ډګر کې نشه یی توکو یو قاچاق کوونکې نیول شوی
د کندهار په هوايي ډګر کې د نشه‌يي موادو یو قاچاق کوونکی له اوو کیلو ګرامو نشه‌يي موادو سره ونیول شو.

په هغه خبرپاڼه کې چې د کندهار د سرحدي پولیسو د قوماندانۍ له‌خوا خپره شوې راغلي چې د نشه‌يي موادو یو قاچاق کوونکی هغه مهال ونیول شو چې غوښتل یې د شیشې په نوم نشه‌يي مواد د لوښو وینځلو د شامپو په قطیو کې هند ته قاچاق کړي.
د یادونې وړ ده چې په تېرو دوو میاشتو کې دا څووم ځل دی چې د کندهار هوايي ډګر له لارې بهر ته د نشه‌يي موادو قاچاق کوونکي د قاچاقو پر مهال نیول کېږي.
https://avapress.com/vdchvznzz23n6zd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته