کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ګلبدین حکمتیار شهید مزاری مصلی باندی برید وحشیانه، غیری اخلاقی او غیری انسانی وبلل

19 حوت 1397 ساعت 12:03

ګلبدین حکمتیار د افغانستان اسلامی ګوند رهبر د شهید عبدالعلی مزاری مصلی باندی تیره اونۍ پنجشنبه ورځې راکتی بریدونو محکومولو ترڅنګ، دا بریدونه یو وحشیانه، غیری اخلاقی او غیری انسانی عمل وبلل.



د آوا په ګزارش سره، پنجشنبه په ورځ تیره اونۍ چی ۲۰ هاوان د څو کیلومتری واټن څخه د شهید مزاری ۲۴ شهادت ۲۴ کلیزی مراسمو لوری ته د مصلی اطراف ته توغول شوی او د مراسمو خرابولو ترڅنګ، ۱۱ تنه ژوند له لاسه ورکړی او ۹۵ تنه ټپیان شوی دی.
په همدی حال کې ګلبدین حکمتیار کابل جمعه ورځې خطبو کې وویل: موږ عبدالعلی مزاری مصلی باندی لوی اجمتاع باندی برید په شدت سره محکوموو، دا برید وحشیانه او دینی او انسانی ټولو ارزښتونو سره په ټکر کی دی.
هغه زیاته کړه: د هاوان  مرمیو توغول کورکورانه توګه چی غیری محارب او بی ګناه خلګو تلفاتو لامل شو، نه مذهبی توجیه لری او نه هم عقلی.
هغه وویل: موږ یوځل بیان سیاسی ډلو، دولت، دولت مسلح مخالفین ټول لوری دعوتوو ترڅو غیری انسانی او دینی او اخلاقی موازینو خلاف خونړیزه رقابتونو تکرار څخه ډډه وکړی.
 


د مطلب کود: 181116

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/181116/ګلبدین-حکمتیار-شهید-مزاری-مصلی-باندی-برید-وحشیانه-غیری-اخلاقی-او-انسانی-وبلل

آوا
  https://www.avapress.com