دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۹ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۱۱
د مطلب کود : 181126
جمهوررئیس غني د کندهار سېلاب ځپلو سره بېړني مرستې اعلان کړې
نوموړي له سېلاب ځپلو کورنیو سره د ژغورنې عملیاتو کې د کندهار د ولسونو، ځوانانو، تاجرانو، امنیتي او دفاعي ځواکونو مرستې او همکارۍ وستایلې او وې ویل، هوایي ځواکونو په سېلاب کې ایسار ۱۵۰۰ کسان وژغورل. هغه د جوماتونو، پلونو، سرکونو او څاګانو بیارغاونه لومړنۍ اړتیاوې وبللې او جمهوررئیس ته یې د مرستو د شفاف وېش ډاډ ورکړ.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني چې د فراه له سفر وروسته کندهار ته ولاړ، نن ماښام یې په یاد ولایت کې د کندهار مشرانو او سېلاب ځپلو کورنیو سره د وروستېو سېلابونو د اوښتو زیانونو له امله غمشریکي وکړه.
په پیل کې د کندهاروالي حیات الله حیات جمهوررئیس او ورسره لوړپوړي دولتي پلاوي ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، د وروستیو سېلابونو له امله په کندهار کې ۲۶ کسان شهیدان او ۷۳ تنه ټپیان شوي. له ۲۰۰۰ څخه زیات مالونه تلف شوي، ۷۳۶۰ کورنۍ، د خلکو باغونه، جوماتونه، کارېزونه، سرکونه، ځمکې، څاګانې او دوکانونه زیانمن شوي دي.
نوموړي له سېلاب ځپلو کورنیو سره د ژغورنې عملیاتو کې د کندهار د ولسونو، ځوانانو، تاجرانو، امنیتي او دفاعي ځواکونو مرستې او همکارۍ وستایلې او وې ویل، هوایي ځواکونو په سېلاب کې ایسار ۱۵۰۰ کسان وژغورل. هغه د جوماتونو، پلونو، سرکونو او څاګانو بیارغاونه لومړنۍ اړتیاوې وبللې او جمهوررئیس ته یې د مرستو د شفاف وېش ډاډ ورکړ.
ورپسې د ولایتي شورا استازي نعمت الله  شېردلي او حاجي محمدحق حقمل چې د سېلاب ځپلو کورنیو په استازیتوب یې خبرې کولې له جمهوررئیس څخه د غمشریکۍ او پر وخت د مرستو له امله مننه وکړه. هغوی سېلاب ځپلو کورنیو سره د مالي مرستو او د سېلابونو د زیانونو د مخنیوي په موخه د اساسي چارې په اړه وړاندیزونه وکړل.
جمهوررئیس غني سېلاب ځپلو کورنیو سره د غمشریکۍ ترڅنګ د کندهار والي ته لارښوونه وکړه چې د هر شهید کورنۍ سره ۵۰ زره او هر ټپي سره ۲۵ زره افغانۍ مرسته وکړي. هغه زیاته کړه، د ویجاړو شويو کورونو خاوندانوسره به ۱۵ زره او زیانمنو شویو کورونو والا سره  به اوه نیم زره افغانۍ بیړنۍ مرستې وشي.
د هیواد جمهوررئیس څرګنده کړه، د کرنې وزارت به یو زر ټنه غنم له سېلاب ځپلو کورنیو او ۳۰ میلیون افغانۍ د کرنې د رغاونې لپاره مرسته وکړي. هغه زیاته کړه، کوچیانو سره به یو زرټنه د مالونو خوراکي توکي او د هر تلف شوي مال په سریو زر افغانۍ مرسته ورسره وشي.
جمهوررئیس وویل، عامې روغتیا وزارت به د روغتیایي اسانتیاو او کلیو پراختیا وزارت به د څاګانو د بیارغاونې په برخه کې همکاري وکړي. همدارنګه یې یادو ګډونوالو ته د شل میلیون ډالرو په ارزښت د دهلې  بند د جوړولو ډاډ ورکړ.
محمداشرف غني وویل، د تخنیکي سروې له ترسره کولو وروسته به د ښارجوړولو او ځمکو وزارت هغو کورنیو ته چې د سیند په مسیر کې یې کورونه اباد کړي، ځمکه ورکړي.
جمهوررئیس وویل، د لوی احمدشاه بابا عزت په هر افغان لازم دی. د هغه کور مې د افغانستان د ولس لپاره واخیست چې په اساسي توګه ابادېږي او د ملي ټاټوبي په توګه به نمانځل کېږي. هغه زیاته کړه، په خپل شخصي لګښت به د ملي اتلانو هر یو عبدالله خان اڅکزي، وزیرمحمداکبرخان، غازي محمدایوب خان او د اتلې ملالۍ میوندۍ مزارونه ورغاوي.
د دغې غونډې په پای کې د کندهار مشرانو جمهوررئیس ته د عزت پګړۍ د ور په سرولو پرمهال هغه ته د اوږد او سوکاله ژوند ترڅنګ په چارو کې د بریالیتوب هیله وکړه. 
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcewz8zpjh8vzi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته