کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په فراه ولایت کې ۱۱ وسلوالو طالبانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 19 حوت 1397 ساعت 15:11

په فراه ولایت کې امنیتي چارواکو ویلي، چې افغان ملي او دفاعي ځواکونو په یو لړ عملیاتو کې ۸ وسلوال طالبان وژلي او دری نور ټپیان دي.




د فراه د دوه یمي پلې لوا قومندان  حشمت الله احمدي وایي؛ افغان ملي او دفاعي ځواکونو د فراه په مرکز کې یو لړ چاڼیز عملیات تر سره  کړي، چې په کې ۱۱ وسلوالو طالبانو ته مرګ و ژوبله اوښتي ده. نوموړي زیاته کړې، چې دوه نور وسلوال طالبان ژوندي نیول شوي او درې موتر یې له منځه وړل شوي دي.
د احمدي په خبره؛ یو لړ وسلي هم د ملي اردو ځواکونو لاسته ورغلې دي.
طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ ولسمشر غني دغه ولایت ته د سفر پر مهال په هوایي ډګر کې د وسلوالو طالبانو له توغندیزو بریدونو سره مخ شوی و.
 


د مطلب کود: 181142

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/181142/په-فراه-ولایت-کې-۱۱-وسلوالو-طالبانو-ته-مرګ-ژوبله-اوښتې

آوا
  https://www.avapress.com