دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۹ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۲۰
د مطلب کود : 181150
اتمر: تېرو پنځو کلونو کې ۱۵۰زره افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د افغان حکومت د ملي امنیت شورا پخوانی سلاکار محمد حنیف اتمر ادعا کوي چې په تېرو پنځو کلونو کې ۵۱زره افغانان وژل شوي او ۹۸ زره نور ټپیان شوي دي.
د افغان حکومت د ملي امنیت شورا پخوانی سلاکار محمد حنیف اتمر ادعا کوي چې په تېرو پنځو کلونو کې ۵۱زره افغانان وژل شوي او ۹۸ زره نور ټپیان شوي دي.
د نوموړي په خبره په وژل شوو او ټپیانو کې د نارینو ترڅنګ ښځې او ماشومان هم شامل دي.
حنیف اتمر د یکشنبې په ورځ د «کب پر۱۹مه» په کابل کې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت یوې غونډې ته وویل چې جګړو او د ناامنیو پېښو پر افغان کورنیو منفي تاثیر کړی دی.
هغه وویل:"په تېرو پنځو کلونو کې زموږ ۵۱زره هېودوال وژل شوي دي، په تېرو پنځو کلونو کې زموږ ۹۸زره هېوادوال چې ښځې او ماشومان پکې شامل دي ټپيان شوي‌دي، که چیرې دا ټوله جمعه کړو او پر کورنیو باندې تاثیر وګورو، له یوسلو پنځوسو زره څخه یات نفر وژل شوي‌ او یا هم ټپیان شوي‌ دي."
د نوموړي په باور چې وژل شوي کسان له شااوخوا یومیلیون کورنیو سره تړاو لري چې پر افغان مېرمنو باندې هم منفي تاثیر کړی دی.
هغه زیاته کړه:"د دولت له ارقامو سره په تفاوت، هغه څه چې موږ تر لاسه کړي دي ستاسو خدمت ته یې وړاندې کوم، جګړې او ناامنۍ تر هغه زیات پر افغان کورنیو باندې ژور تاثیر کړی دی چې ویل کېږي."
نوموړي په دې اړه نور جزئیات وړاندې نه کړل.
ښاغلی اتمر پر داسې مهال په تېرو پنځو کلونو کې د ۵۱زره افغانانو د وژل کېدو او ۹۸ زره نورو د ټپي‌ خبر ورکوي چې نوموړی په دغه موده کې د څلورو کلونو لپاره د افغانستان د حکومت د ملي‌ امنیت شورا مرستیال و او د حکومت په پرېکړو کې مهم رول درلود.
پر همدې مهال یوې حکومتي سرچینې له امریکا غږ سره خبرو کې د ښاغلي‌ اتمر ادعاوې بې اساسه وبللې او زیاته یې کړه چې نوموړی دي په دې اړه اسناد او شواهد وړاندې کړي.
د سرچینې په وینا چې ښاغلی اتمر په افغانستان کې «یو عادي شخص دی» او نننۍ څرګندونې کمپاني بڼه لري.
اتمر دا څرګندونې پر داسې مهال کوي چې ولسمشر محمد اشرف غني‌ هم تر دې مخکې له یوې بهرنۍ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي و چې د نوموړي د ماموریت پر مهال په افغانستان کې ۴۵زره افغان سرتېري وژل شوي‌ دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د افغانستان د سولې عالي شورا رئیس محمد کریم خلیلي هم د محمد قسیم فهیم د پنځم تلین په مناسبت غونډه کې وویل چې په هېواد کې هره ورځ د روانو جګړو له امله ۲۰۰ تنه ځوانان ژوند له لاسه ورکوي.

 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbs8b8grhbw8p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته