کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

خواجه زاده: ځینې کړۍ هڅه کوي‌ د اوسپنې ویلې کولو صنعت فلج کړي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 19 حوت 1397 ساعت 16:23

د افغانستان د وسپنې د ویلي کولو د فابریکو ټولنه وايي، یو شمېر داخلي او خارجي مافیا يي کړۍ هڅه کوي چې په افغانستان کې دغه صنعت له منځه ولاړ شي.



دغه ټولنه وايي، دا هڅې د دې لامل شوي چې یو شمېر حکومتي‌ ادارې د تدارکاتو له قانون څخه په سرغړونې په خپلو ساختماني پروژو کې له بهرنیو تولیداتو څخه استفاده وکړي.
دغه ټولنه وايي‌، د تدارکاتو په قانون کې د بهرنیو توکو د استعمال پر ځای کورنیو تولیداتو ته ۲۵سلنه لومړیتوب ورکړل شوی، خو لا هم ګڼ شمېر حکومتي ادارې په خپلو پروژو کې له کورنیو ساختماني‌ تولیداتو څخه استفاده نه کوي.
د اوسپنې ویلې کولو ټولنې رئیس پرویز خواجه زاده د یکشنبې په ورځ د «کب پر ۱۹مه» په کابل کې وویل چې ځینې کړۍ د دوی د فعالیتونو په وړاندې ستونزې جوړوي.

هغه وویل:"د حکومت په داخل او بهر کې داسې مافیايي کړۍ دي، دوی هڅې کوي چې په هېواد کې دغه ملي صنعت ورک کړي، که یې مخه ونه نیول شي، دغه د ۴۵۰ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت ملي پانګه به له منځه ولاړه شي."
د دغه ټولنې مرستیال عصمت الله وردګ هم وویل چې په یو شمېر دولتي‌ پروژۍ کې له ایراني‌ توکو څخه استفادې د دوی کارونه ټکني کړي دي.
دی، همدارنګه وايي‌ چې د اسلام قعله، نیمروز او فراه له سوداګریزو بندرونو افغانستان ته د ساختماني موادو پراخ قاچاق او د افغانستان په ګمرکونو پر وارداتو کمې تعرفې خصوصي سکټور ته سخته ضربه ورکړې ده.
د افغانستان د اوسپنې ویلې کولو ټولنه دوی په دې برخه کې ۴۵۰ میلیونه ډالره پانګونه کړې او ولسمشر غني باید د دوی ستونزې واورې.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني تېر کال د خان سټېل په نوم د اوسپنې ویلې کولو فابریکې د پرانیستې په مراسمو کې ویلي و چې حکومت تل د خصوصي سکټور ملاتړ کړی او د دوی د پانګونې د لاپراختیا لپاره يې فرصتونه برابر کړي دي.
ښاغلي‌ غني‌ همدارنګه ویلي و چې د هرې فابریکې په ساتنه کې هر افغان مسؤل دی چې د خپل ځان په شان یې ساتنه وکړي.
پر همدې مهال د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزی هم وايي چې افغان حکومت باید د تدارکاتو قانون له‌مخې د اوسپنې رانیولو قرارداد باید له افغان کمپنیو سره وکړي.
نوموړی وايي له دې سره سره چې افغان حکومت د اوسپنې ویلې کولو فاریکو ته ګڼې اسانتیاوې رامنځته کړي، خو اساسي‌ مسئله داده چې د دوی مالونه واخیستل شي

ښاغلي الکوزي هم امریکا غږ ته وویل:"دا عمده او اساسي مسله ده چې د دوی تولید ته بازار پیدا شي، بازار هغه وخت پیدا کېږي چې دولتي‌ قراردادونو کې د دوی نه مال واخیستل شي... دوی چې کومې چغې وهي دا یې حق په جانب دي موږ ونه ملاتړ کوو."
د معلوماتو له‌مخې په افغانستان کې دا مهال د اوسپنې ویلې کولو شااوخوا ۳۰ فابرکې فعالیت کوي.
امریکا غږ هڅه وکړه چې په دې اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ نظر واخلي، خو د ولسمشر مطبوعاتي دفتر زموږ ټلیفوني اړیکو ته ځواب ونه وايي.
 


د مطلب کود: 181151

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/181151/خواجه-زاده-ځینې-کړۍ-هڅه-کوي-د-اوسپنې-ویلې-کولو-صنعت-فلج-کړي

آوا
  https://www.avapress.com