دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۹ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۳۳
د مطلب کود : 181152
جمهوررئیس غني: د ملي یووالي حکومت د اسلامي او ملي ارزښتونو په چوکاټ کې د ښځو پر حقونو بحث کوي
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورئیس محمداشرف غني “تعادل د ښه ژوند لپاره” تر عنوان لاندې د مارچ د اتمې د ښځو د نړیوالې ورځې د نمانځنې په مراسمو کې چې نن له غرمې مخکې په چهار چنار ماڼۍ کې جوړ شوي وو، ګډون او وینا وکړه.

په دې مراسمو کې د هېواد لومړۍ مېرمن او اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله هم حضور درلود، جمهوررئیس د ښځو حضور او مشارکت د هېواد په کچه د ملاحظې وړ پرمختګ وباله او وې ویل، د ملي یووالي حکومت د اسلامي او ملي ارزښتونو په چوکاټ کې د ښځو پر حقونو بحث کوي.
جمهوررئیس زیاته کړه، نن د افغانستان ټولې مېرمنې د هېواد په عمده ملي بحثونو کې شاملې دې او د ملي یووالي حکومت په دې ویاړي چې ښځو ته یې د فعالې ونډې زمینه برابره کړې ده.
د هېواد جمهوررئیس وویل، کوچنۍ ماشومه په راتلونکي کې وکیله، سناتوره او قاضي کېدای او د هېواد په اساسي برخو کې ونډه لرلی شي. هغه زیاته کړه: هغه ښځه چې کار لري، پیاوړې ښځه ده او هغه ښځه چې عاید لري د خپلو اسلامي حقونو څخه دفاع کولای شي.
جمهوررئیس غني څرګنده کړه، زموږ ټول بحثونه باید افغانستان شموله وي، که چېرې د کابل او ولسوالیو او د کابل او ولایتونو ترمنځ واټن له منځه ولاړ نشي، زموږ حرکت به پایدار نه وي.
جمهوررئیس محمداشرف غني د یوبل منلو د حس پر ایجاد ټینګار وکړ او د تاوتریخوالي امواج بې وزله ښځو ته متوجه وبلل. هغه زیاته کړه، که چېرې موږ د بې وزلۍ د کچې راکمول او لمنځه وړل خپل ملي هدف ونه ګرځوو، د ښځو فقر او بې وزلي له منځه نه ځي. جمهوررئیس په ټینګار سره وویل، په راتلونکي کال کې باید د جدي بحث په توګه د بې وزلۍ کچې د راکمولو مسئلې ته پاملرنه وشي.
محمد اشرف  غني څرګنده کړه، نن لازمه ده چې موږ له افغانستان څخه بهر ته وګورو، نه له بهر څخه افغانستان ته. هغه مملکت پرمختګ کوي چې خپل عمده مسایل په خپله وڅېړي او خپله تګلاره په هغه چوکاټ کې چې ضرور ده، ترتیب کړي.
هغه زیاته کړه: هر ځل چې افغانانو په ملي وحدت او اتفاق سره پر ملي مسایلو بحث کړی، هغه حل شوي او اوس هم پر سولې د اتفاق وخت دی.
جمهوررئیس پر پایدارې سولې چې د افغانستان د ډېری خلکو غوښتنه ده ټینګار وکړ او وې ویل، سوله ملي ده؛ قومي، سمتي او حزبي نه ده، سوله د ټولو افغانانو ده او که یوه برخه افغانان له سولې بهر پاتې شي هغه سوله به پایداره نه وي.
په دې مراسمو کې اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله هم خبرې وکړې وې ویل، د ملي یووالي حکومت د افغانانو د ارمانونو تطبیق او د هېواد د نافذه قوانینو په رڼا کې د ښځو غوښتنو ته ژمن دی. هغه زیاته کړه، د ښځو د ورځې نمانځل په هېواد کې د ښځو د وضعیت ارزونه او د راتلونکي لپاره د لارې پرانیستل دي.
اجرائیه رئیس زیاته کړه، د جګړې په کلونو کې ښځې ډېرې ځورېدلي دي او د پرمختللي افغانستان په جوړښت کې یې رغنده رول لرلی دی.
دغه راز په دې غونډه کې د ښځو چارو وزیرې دلبر نظري هم خبرې وکړې او وې ویل، ښځې د ټولنې د نیمایي برخې په توګه مصممې دي چې اندېښنو ته یې پاملرنه وشي او د سولې په خبرو اترو کې دې استازي فعاله حضور ولري.
نوموړې دغه راز د ښځو دوضعیت د ښه والي په اړه د ښځو چارو وزارت فعالیتونو ته په اشارې وویل، د ملګرو ملتونو د راپور پر بنسټ د ښځو چارو وزارت او بین المللي شریکانو په ګډو هڅو۲۰ سلنه تاوتریخوالی او ۱۰ سلنه د کم عمره، بدو او بدل ودونه را کم شوي دي.
دلبر نظري د ښځو د پیاوړتیا په برخه کې وویل، د ښځو چارو وزارت، ۶۷۸ کارکوونکي په کور دننه او بهر د لیسانس او ماسترۍ بورسیو ته معرفي کړي، دغه راز په اقتصادي او د ښځو د محصولاتو د پلور په برخه کې هم د پام وړ کارونه شوي دي.
په دې مراسمو کې د “ښځې ته د سرتېري د لیک” ترنامه لاندې مستند فلم او د ښځو چارو وزارت دکړنو ويدیو هم نندارې ته وړاندې شوه، دغه راز د هېواد د لومړۍ مېرمنې د دفتر د فعالیتونو د درناوي په موخه یو شمېر ښځو، د هیلو څادر هم لومړۍ مېرمنې ته ډالۍ کړ.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdkf0fxyt0jf6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته