دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۹ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۱۶
د مطلب کود : 181160
اسدالله خالد: ۲۱۵ میوند قل اردو قوماندانۍ پیښې پر جدي څېړنې سربیره به له دښمنه غچ واخلو
د افغانستان د دفاع سر پرست وزير اسدالله خالد، چې د کورنيو چارو سرپرست وزير مسعود اندرابي او د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان سکاټ مېلر یې ملتیا کوله، د ۲۱۵ ميوند قول اردو قوماندانۍ د وروستۍ پېښېت د څرنګوالي لپاره ياد قول اردو ته د سفر پر مهال ویلي، د میوند قول اردو د پیښې پر جدي څېړنې سربیره به له دښمنه غچ واخلي.

د خبر پاڼې په حواله،” د دفاع وزارت سرپرست، هلمند ولایت ته د سفر په ترڅ کې له خبريالانو سره په خبرو کې ټينګارکړی، چې د دې پېښې پر هر اړخيزې څېړنې سربېره به له دښمنه کلک غچ واخېستل شي. هغه وويل تېره شپه هم د دې پېښې په تړاو دوه پوځي عمليات وشول، چې په ترڅ کې یې په ياده پيښه کې یو تن لاس لرونکی وژل شوی او ۷ تنه نور نيول شوي. ښاغلي خالد څرګنده کړه، چې پدې پېښه کې غفلت کوونکو امنيتي مسولينو ته به هم دقانون په چوکاټ کې سزا ورکړل شي” .
د دفاع وزرات له لوري خپره شوې خبر پاڼه زیاتوي، د دفاع وزير له لوري د څېړنو د لا انکشافاتو او اصلي رېښو ته د رسېدو جدي سپارښتنه شوې. په دغه غونډه کې مسؤلينو په دې ولايت کې د وروستيو عملياتو او پرمختګونو ترڅنګ د ملي اردو او ملي پوليسو يو شمېر ستونزې او نيمګړتياوې هم شريکې کړې دي.
د دفاع سرپرست وزیر په داسي حال کې له دښمن څخه د غچ اخیستنې او د میوندې پیښې د څېړنې خبره کوي چې په دې وروستیو کې طالبانو د میوند قول اردو په قومندانۍ ډلیز بریدونه وکړل چې په پایله کې یې دواړه لوريو یو بل ته د درنو تلفاتو د اوښتو ادعاوې وکړې.
 
https://avapress.com/vdccesqsx2bq4s8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته