دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۹ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۵۲
د مطلب کود : 181161
کندهار ولایت کې وروستیو اورښتونو له امله مالدارۍ او صنعت ته هم ډیر زیان اوښتی
په کندهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو د نورو زیانونو تر څنګ مالدارۍ او صنعت ته هم میلیونونه افغانۍ زیان اړولی دی.

چارواکي وايي، په دغه ولایت کې مالدارۍ ته ۶۳ میلیونه او صنعت ته ۷۵ میلیونه افغانۍ زیان اوښتی دی.
د کندهار د کرنې ریاست د مالدارۍ د ترویج مسوول انجنیر محمدالله نوري په دی اړه رسنیو ته وویل، په دغه ولایت کې مالدارۍ ته چې د کوچیانو څاروي، د چرګانو، کبانو او شاتو مچیو فارمونه په کې شامل دي، ټولټال ۶۳ میلیونه افغانۍ زیان اوښتی دی.
دی زیاتوي، د دوی د سروې له مخې په ارغنداب، ژېړۍ، پنجوايي او ډنډ ولسوالیو کې د کوچیانو ۳زره څاروي چې پسونه، وزې، خره او نور په کې شامل دي مړه شوي او په دې توګه ۴۵ میلیونه افغانۍ زیان ورته اوښتی دی.
دغه راز ده وویل چې په ډنډ او دامان ولسوالیو کې د چرګانو ۴ فارمونو ته زیان اوښتی چې په درېيو کې یې ۱۲زره د غوښې چرګان هم وو او ټول مړه شول.
دی وايي، دغه فارمونو په هوار ډاګ جوړ شوي وو چې د سېلاب اوبو لاندې کړل او ودانۍ یې په بشپړه توګه نړېدلې دي.
د ده په خبره، د هر فارم پر ودانۍ ۶ سوه زره افغانۍ لګښت شوی چې په دې توګه دغو فارمونو ته ۶ میلیونه افغانۍ زیان اوښتی دی.
نوري وویل، د کبانو د روزنې په برخه کې ډېر زیان د کندهار ښار په باغ پُل کې افغان کب شرکت ته اوښتی چې د افغانستان ۱۶ ولایتونو ته یې د کبانو بچیان صادرول.
 
https://avapress.com/vdcd9f0ffyt0jf6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته