دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۹ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۲۳:۰۵
د مطلب کود : 181181
د میدان وردګ ولایت کې د طالبانو دوه مهم قوماندانان د ۱۲ جګړه مارانو په ګډون وژل شوی
د میدان وردګو ولایت په سید اباد ولسوالۍ کې د غورځنګ او صفي الله په نومونو د دغې ډلې دوه مهم ډلګۍ مشران د ۱۲ نورو جنګیالیو په ګډون د هوایي بریدونو په پرمهال وژل شوي دي.

نظامي چارواکي وایي، پرون شنبه د کب په ۱۸مه د میدان وردګو ولایت په سید اباد ولسوالۍ کې د طالبانو یو مهم قومندان غورځنګ، چې د پیچلو حملو پلانونکی او د سړي تښتونې په پی‎ښو کې یې لاس درلود وو وژل شوي دي.
د سرچینې په خبره د میدان وردګو ولایت په سید اباد ولسوالۍ د طالبانو د یوې قطعې یو قومندان چې صفي الله نومیده د یوه بل هوایي برید په پایله له خپلو ۱۲ نورو جنګیالیو سره وژل شوی دی.
قومندان صفي الله ځانمرګو برید ګرو  ته دستور ورکاوه او د ځانمرګو روزونکی هم وو چې د هیواد په کچه ستر ځانمرګي بریدونه د ده  په د ستور ترسره کیدل.
 
https://avapress.com/vdcfcydyyw6dcya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته