دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۳۱
د مطلب کود : 181190
کابل برید؛ خلیلزاد غبرګون او داعش معما

 
افغانستان سولې لپاره امریکا خاص نماینده ویلی دی چی سولې جامع تړون باید تضمین وکړی چی افغانستان راتلونکې کې ترهګري کوم ځای نه لری.
زلمی خلیلزاد کابل کې شهید عبدالعلی مزاری شهادت کلیزی مراسمو باندی پنجشنبه راکتی بریدونو په غبرګون وویل چی افغانستان کې سولې یو جامع توافق ته اړتیا شته.
ښاغلی خلیلزاد زیاته کړه: داعش برید غیری نظامیانو باندی چی د یو افغان رهبر د شهادت کلیزی مراسمو لپاره سره راټول شوی وو، شکاره کوی چی سولې یو جامع توافق باید تضمین شی چی ترهګرۍ د افغانستان په راتلونکې کی کوم ځای نه لری.
شهید مزاری شهادت کلیزی مراسمو باندی راکتی بریدونو له امله ۱۱ تنه غیری نظامیان وژل شوی او ۹۵ تنه نور ټپیان شوی دی. که څه هم ددی برید مسؤولیت داعش ډلې په غاړه واخیسته؛ خو داخله وزارت ویلی دی چی دا برید د طالبانو له لوری طراحی شوی وو.
د ښاغلی خلیلزاد دا اظهارات په داسی حال کې صورت نیسی چی هغه یو امریکایی هیات په راس کې د ۱۳ ورځو راهیسی د قطر پلازمینی دوحه کې د طالبانو نمایندګانو سره مذاکره کې بوخت دی.
کابل برید یوځل بیا، طالبانو او امریکا سولې ته ټولو توجه واړاوه او شکاره کړه چی دا سوله هیڅ وخت د خطر څخه خالی نه دی. د ډیرو کارپوهانو په باور، داعش په افغانستان کې یو کاذب او ګمراه کوونکې نشانه ده او امریکا او طالبان خپل امنیتی مشترک راهبردیو او مقاصدو مخته وړلو لپاره، داعش نقاب شاته پټ شوی دی ترڅو جنایتونه او وژنې دا غیری مسؤول ډلې ته نسبت ورکړی او خپل ځان څخه مسؤولیت رفع کړی.
د کابل برید په اړه، هغه څه چی د داخله وزارت له لوری مطرح شوی دی، د هغه څه څخه یقین ته نږدی دی چی زلمی خلیلزاد په شان کسانو له لوری ارائه شوی دی. خلیلزاد په اوسنۍ شرایطو کې، یواځی د طالبانو سره سولې لپاره تقلا نه کوی؛ بلکه هغه همزمانه اړتیا لری چی هغه پروسه چی مخته وړی، ورته مشروعیت او اعتبار کسب کړی، او ددی کار ترسره کولو یو مهم وسیله، طالبانو تبرئه د هغه جنایتونو څخه دی چی ددی ډلې بیرق لاندی د نظام دننه او دباندی عواملو له لوری صورت نیسی.
له بل لوری، حتی که داعش په افغانستان کې حضور هم ولری او که د طالبانو دشمن هم وی، د هغه وحشی ډلې مهار نه کولو مسؤول امریکا او هغه هیواد نظامی متحدان دی. د همدی لپاره زلمی خلیلزاد ددی پرځای چی د کابل برید په اړه څرګندونه وکړی، لومړۍ باید دا پوښتنې ته ځواب ورکړی چی داعش په افغانستان کې چی هیڅ کلتوری او ټولنیز ریشه په افغانستان کې نه لری، څنګه د امریکایی او غیری امریکایی زرهاوو نظامیانو په شتون سره دومره قدرت پیدا کوی چی افغانستان پلازمینه کې یو ملی مناسبت تر برید لاندی راوړی او بی ګناه خلګو څخه قربانی اخلی؟
آیا امریکا او هم پیمانه یی په افغانستان کې د تروریزم سره مبارزه کې ماته خوړلی دی؟ که ددی پوښتنې ځواب مثبت دی، نو باید ددی ماتې تبعات هم قبول کړی او هغه د طالبانو سره سولې مذاکراتو کې پټ او توجیه نه کړی. بل پوښتنه داچی داعش څنګه افغانستان پلازمینه کې ځای نیولی او دومره امکانات د کومه کړي او همدارنګه دا ډول بریدونه ولی امریکا او یا امریکا هم پیمانه سیاسی او نظامی مراکزو باندی نه ترسره کیږی چی یو ملی مراسم باندی ترسره کیږی؟
دا پوښتنه شکاره کوی چی داعش په افغانستان کې، یو پیچلی معما او احتمالا یو کاذب نشانه او دروغ آدرس دی، او زلمی خلیلزاد غبرګون کابل کې پنجشنبه ورځې مرګونې برید په وړاندی، ددی معما پیچلتیا ډیروی او نوی پوښتنې منځته راوړی.
 
https://avapress.com/vdcf1ydyxw6dcya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته