دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۵۲
د مطلب کود : 181209
ملکي هوایي چلند اداره: ډېر ژر به پاکستان هوایی حریم نه افغانستان او هندوستان الوتنې پیل شی
د افغانستان د هوایي چلند خپلواکه اداره وایي، ډېر ژر به د پاکستان له هوایي حریمه د افغانستان او هندوستان ترمنځ ملکي الوتنې بیاځلي پیل شي

د دغې ادارې ویاند محمد قاسم رحیمي رسنیو ته ویلي،”موږ د ملکي هوايي چلند په برخه کې هم له فعالو سازمانونو هم د پاکستان د ملکي هوايي چلند له مشرتابه سره په تماس کې يو. دا موضوع له نږدې تعقيبوو چې ممکن په لنډ وخت کې دا ستونزه حل شي.”
د پاکستان له فضا  څخه د افغانستان او هندوستان ترمنځ ، پر الوتنو هغه مهال بندیز ولګیده چې شا و خوا دوه اوونۍ مخکې د پاکستان او هندوستان ترمنځ نښتې وشوې.
د کشمېر په لانجمنه سیمه  هغه وخت هندوستان بمونه و اورول چې ګواکې دغلته د هغې ترهګرې ډلې اډه وه چې د هندوستان پر پورځ یې مرګونی ځانمرګی برید ترسره کړی وو.
پاکستان بیا په ځوابیه برید کې د هندوستان یوه جنګي الوتکه را نسکوره او پیلوټ یې ژوندی ونیوه چې وروسته، پیلوټ بیرته هندوستان ته ور وسپارل شو.
 
https://avapress.com/vdcgzq9qyak97x4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته