کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملکي هوایي چلند اداره: ډېر ژر به پاکستان هوایی حریم نه افغانستان او هندوستان الوتنې پیل شی

20 حوت 1397 ساعت 12:52

د افغانستان د هوایي چلند خپلواکه اداره وایي، ډېر ژر به د پاکستان له هوایي حریمه د افغانستان او هندوستان ترمنځ ملکي الوتنې بیاځلي پیل شي



د دغې ادارې ویاند محمد قاسم رحیمي رسنیو ته ویلي،”موږ د ملکي هوايي چلند په برخه کې هم له فعالو سازمانونو هم د پاکستان د ملکي هوايي چلند له مشرتابه سره په تماس کې يو. دا موضوع له نږدې تعقيبوو چې ممکن په لنډ وخت کې دا ستونزه حل شي.”
د پاکستان له فضا  څخه د افغانستان او هندوستان ترمنځ ، پر الوتنو هغه مهال بندیز ولګیده چې شا و خوا دوه اوونۍ مخکې د پاکستان او هندوستان ترمنځ نښتې وشوې.
د کشمېر په لانجمنه سیمه  هغه وخت هندوستان بمونه و اورول چې ګواکې دغلته د هغې ترهګرې ډلې اډه وه چې د هندوستان پر پورځ یې مرګونی ځانمرګی برید ترسره کړی وو.
پاکستان بیا په ځوابیه برید کې د هندوستان یوه جنګي الوتکه را نسکوره او پیلوټ یې ژوندی ونیوه چې وروسته، پیلوټ بیرته هندوستان ته ور وسپارل شو.
 


د مطلب کود: 181209

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/181209/ملکي-هوایي-چلند-اداره-ډېر-ژر-پاکستان-هوایی-حریم-نه-افغانستان-او-هندوستان-الوتنې-پیل-شی

آوا
  https://www.avapress.com