کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل او کاپیسا ولایتونو کې د سرکونو د ډبرین فرش پروژو په ګډون د ۹ تدارکاتي مواردو منظوري

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 20 حوت 1397 ساعت 17:21

د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډې پرون ماښام په دلګشا ماڼۍ کې ۹ تدارکاتي مورده و ارزول چې په پایله کې له ۵۵۵ میلیون څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت ټول تدارکاتي مورده منظور شول.



د کابل ښار واصل اباد سیمه کې د ۶،۱ کیلو متر اوږدو سړکونو د ډبرین فرش پروژې قرارداد د ورکړې په اړه د پلازمېنې زون پراختیا انکشافي ادارې دوه وړاندیزونه کمېسیون تائید کړل.
دغه راز د کاپیسا ولایت په مرکز محمودراقي کې د ۵،۶ کیلو متر اوږدوسړکونو د ډبرین فرش پروژه د کمېسیون د غړو له بحث او غور وروسته د لومړې دورې داوطلب ته منظور شوه او  د دې ادارې مسوولین موظف شول چې له داخلي تولیداتو څخه په استفادې له داوطلب سره د دې سړک د جوړولو په اړه مذاکره وکړي.
وروسته، لوړو زده کړو وزارت غونډې ته د کابل طبي پوهنتون د  معلوماتي ټکنالوژۍ مرکز(ICT) د ایجاد پروژې د قرارداد د ورکړې د منظورۍ وړاندیز وکړ، چې تائید شو.
ملي تدارکاتو کمېسیون د پوهنې وزارت اړوند د پکتیا ولایت د احمدخېلو ولسوالۍ د احمدخېلو د نجونو ښوونځي لپاره د ۱۲ ټولګیو لرونکو دوه پوړیزه ودانۍ له ټولو ملحقاتو سره او د اجرائیه ریاست د اړتیا وړ ۱۰۵ ام بي انټرنیټ د تدارک پروژې د قراردادونو د ورکړې د منظورۍ وړاندیزونه تائید کړل.
دغه راز  په دایکنډي ولایت کې د میرامور ولسوالۍ اړوند د ۱۲ ټولګیو لرونکي ښوونځي ودانۍ د جوړولو پروژې په اړه د ملي تدارکاتو کمېسیون د مخکینۍ پرېکړې د تحقق پر راپور له هراړخیزو بحثونو وروسته دغه پروژه منظور شوه چې د کلیوپراختیا وزارت د ولسي تړون برنامې له لارې به مخ ته یووړل شي.
کمېسیون د انرژۍ او اوبو وزارت اړوند د (۳۴ولایتونو) په ۵ دریایي حوزو کې د سیمي جالیو د پېرلو او لېږد پروژې د مودې د تمدید د منظورۍ وړاندیز او د افغانستان برېښنا شرکت اړوند د برېښنایي مېټرونو د برابرولو او نصب او په دغه تړون کې د مندرجاتو د تعدیل قرارداد هم منظور کړ.
ملي تدارکاتو  کمېسیون د مخابراتي عوایدو پر راټولولو د څارنې پروژې RTDMS قرارداد ورکړه دوو مشترکو شرکتونو ( LATRO & BUSTOS) ته د اسنادو د بشپړېدو په شرط منظور کړې او هغوی ته یې فرصت ورکړی وو چې خپل اسناد تر ۲۸ ورځو  پورې بشپړ کړي.
ملي تدارکاتو ادارې د قرارداد د تطبیق په مرحله کې د شفافیت د پیاوړتیا او د ښه او زیات ځواب ویلو او د دغو شرکتونود تخنیکي ملاتړ او د هغو پر کړنو د څارنې په موخه ملي تدارکاتو کمېسیون  د افغانستان د شفافیت څار بنسټ، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون، د معلوماتي ټکنالوژۍ شرکتونو اتحادیې (IT) او د احصائیې او معلوماتو ادارې له استازو جوړه د څارنې خپلواکې کمېټې د ایجاد طرحې د منظورۍ غوښتنه وکړه، د کمېسیون غړو له بحث او غور وروسته د دغې غوښتنې هرکلی وکړ او منظور یې کړه.
دغه راز ملي تدارکاتو کمېسیون د ۱۳۹۸ کال د فرضي حج لپاره د ځای، خوړو او ترانسپورت قرارداد کمېټې د پلاوي په ترکیب کې د ملي امنیت عمومي ریاست د توظیف شوي استازي د منظورۍ وړاندیز هم ومنل شو.
 


د مطلب کود: 181231

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/181231/کابل-او-کاپیسا-ولایتونو-کې-د-سرکونو-ډبرین-فرش-پروژو-په-ګډون-۹-تدارکاتي-مواردو-منظوري

آوا
  https://www.avapress.com