دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۲۶
د مطلب کود : 181232
عبدالله: طالبان د ترهګرو د شتون انکار نه شي کولی
اجراییه رییس، عبدالله عبدالله وايي طالبان باید اوس پوه شوي وي چې د تېر په څېر افغانستان کې د ترهګرو شتون په اړه انکار نه‎شي کولی.

ښاغلي عبدالله چې نن (دوشنبې د کب په ۲۰مه نېټه) د وزیرانو شورا په ناسته کې خبرې کولې ټینګار وکړ چې د سپټمبر یوولسمې نېټې مخکې طالبانو ویلي وو چې افغانستان کې ترهګر نشته، خو دا خبره دروغ ثابته شوه.
ده وړاندې وویل:«تېر وخت کې هم د طالبانو دریځ دا وو چې افغانستان کې ترهګر نشته، که نن هم وغواړي چې خپل تېر دریځ تکرار کړي او اوايي چې موږ تضمین کوو دا چې افغانستان کې ترهګر نشته، نو دا خبره نه د افغانستان خلک مني او نه هم نړۍ.»
اجراییه رییس وړاندې وویل چې طالبان خپله افغانستان کې د ترهګرو د شتون زمینه برابروي:«زه په دې باور یم دا چې ترهګرې ډلې هر کار چې کوي او په هر ډول یې چې کوي، ځکه چې طالبانو د نا امنیو زمینه برابره کړې ده، تر هغې چې د افغانستان له خلکو سره خبرو ته چمتو نه‎شي، نو د دې کړنو مسوولیت به د دوی پر غاړه وي.»
ښاغلي عبدالله د خپلو خبرو په بله برخه کې د اوسني نظام پر ټنګښت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د افغانستان خلک نه غواړي چې اوسنی نظام له لاسه ورکړي:«ټول د افغانستان اسلامي جمهوریت د دفاع مسوولیت لرو، ځکه چې دا د افغانستان د خلکو لاسته راوړنه ده او په دې اړه به معامله ونه شي.»
ده وړاندې وویل:«د نظام بدلون په اړه اصلآ کوم بحث نشته. د ټولو خلکو غوښتنه دا ده چې د افغانستان اسلامي جمهوریت واوسي. غواړم خلکو ته ډاډ ورکړم چې په دې برخه کې به پلمه او ځنډ ونه‎شي.»
عبدالله همداراز د بهرنیو ځواکونو د شتون په اړه وویل چې د جګړې پایته رسېدو په صورت کې بهرنیو ځواکونو ته اړتیا نشته.
ښاغلي عبدالله همداراز څرګنده کړه چې خلک په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې پټو خبرو اترو په تړاو اندېښنه لري.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او امریکايي استازو ترمنځ د سولې خبرو اترو پنځم پړاو پنځلسمې ورځې ته رسېدلی، د دواړو لورو استازو د افغان حکومت په نشتون او د تړلو دروازو ترشا، د افغانستان د سولې په اړه خبرې اترې کوي.
تراوسه هم لا څرګنده نه ده چې دا خبرې اترې به تر کله دوام وکړي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc1sqsi2bq4i8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته