کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ارګ هغه رپوټ ردوي چې ګواکې ملاعمر دننه افغانستان کې مړ شوی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 20 حوت 1397 ساعت 17:46

افغان حکومت، هغه رپوټ چې ګواکې ملاعمر دننه په افغانستان کې مړ شوی بې بنسټه بولي او ردوي.



د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري وايي چې د دغه رپوټ خپرول طالبانو او د هغوی بهرنیو ملاتړو ته د هویت ورکولو لپاره هڅه ده.
هغه زیاتوي چې افغان حکومت، بشپړ شواهد لري چې څرګندوي ملاعمر په پاکستان کې ژوند وکړ او همالته ومړ.
دا په داسې حال کې ده چې د «د ملاعمر پټ ژوند» تر نامه لاندې کتاب کې چې په دې وروستیو کې چاپ شوی ادعا شوې چې د طالبانو بنسټ اېښودونکی او د دغې ډلې پخوانی مشر ملا محمد عمر، افغانستان کې د یوې امریکايي پوځي اډې ته‎ نږدې ژوند کاوه.
دا کتاب د هالنډۍ لیکوالې «بټي ډم» لیکنه ده. هغه په دغه کتاب کې ادعا کړې چې د امریکا د تصور پر خلاف، ملاعمر هېڅکله په پاکستان کې پټ نه و، بلکې هغه په خپل اصلي ټاټوبي زابل کې د یوې امریکايي اډې په پنځه کیلومټرۍ کې ژوند کاوه.
مېرمن ډم چې یوه خبریاله ده د دغه کتاب د لیکو لپاره یې پنځه کاله یې د طالبانو د غړو په اړه څېړنه او مرکې کړې دي.


د مطلب کود: 181234

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/181234/ارګ-هغه-رپوټ-ردوي-چې-ګواکې-ملاعمر-دننه-افغانستان-کې-مړ-شوی

آوا
  https://www.avapress.com