د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري وايي چې د دغه رپوټ خپرول طالبانو او د هغوی بهرنیو ملاتړو ته د هویت ورکولو لپاره هڅه ده.
هغه زیاتوي چې افغان حکومت، بشپړ شواهد لري چې څرګندوي ملاعمر په پاکستان کې ژوند وکړ او همالته ومړ.
دا په داسې حال کې ده چې د «د ملاعمر پټ ژوند» تر نامه لاندې کتاب کې چې په دې وروستیو کې چاپ شوی ادعا شوې چې د طالبانو بنسټ اېښودونکی او د دغې ډلې پخوانی مشر ملا محمد عمر، افغانستان کې د یوې امریکايي پوځي اډې ته نږدې ژوند کاوه.
دا کتاب د هالنډۍ لیکوالې «بټي ډم» لیکنه ده. هغه په دغه کتاب کې ادعا کړې چې د امریکا د تصور پر خلاف، ملاعمر هېڅکله په پاکستان کې پټ نه و، بلکې هغه په خپل اصلي ټاټوبي زابل کې د یوې امریکايي اډې په پنځه کیلومټرۍ کې ژوند کاوه.
مېرمن ډم چې یوه خبریاله ده د دغه کتاب د لیکو لپاره یې پنځه کاله یې د طالبانو د غړو په اړه څېړنه او مرکې کړې دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)