دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۴۱
د مطلب کود : 181235
بغلان امنیې قوماندانۍ جلب او جذب یو افسر د طالبانو سره همکارۍ په تور نیول شوی
د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو دبغلان د امنيې قوماندانۍ د جلب او جذب د يوه افسر په ګډون درې تنه طالبانو سره د همکارۍ په تور نيولي دي.
 د ملي امنيت د مطبوعاتي دفتر په اعلاميه کې راغلي چې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو د بغلان ولايت په مرکز پلخمري کې عمليات کړي دي.
خبرپاڼه کې زياته شوې چې په دغو عملياتو کې درې وسله وال طالبان نيول شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په نيول شويو کسانو د بغلان د امنيې قوماندانۍ د جلب او جذب افسر رامز د غلام محي الدين زوى د طالبانو نفوذي کس، بهادر د عبدالغياث زوى او هدايت الله د سيد رحيم زوى شامل دي.
خبرپاڼه کې راغلي چې هدايت الله ليني موټر چلوونکي تالاشي کول او له هغوى څخه يې معلومات ترلاسه کول.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
 
https://avapress.com/vdcfmydytw6dc0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته