کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ولسي جرګې د ۱۵ ولایتونو د وروستیو پایلو برخلیک ناڅرګند پاتې دی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 20 حوت 1397 ساعت 17:52

د ټاکنو خپلواک کمیسیونونو لپاره د نویو غړیو له ټاکل کیدو سره سره اوس هم د ولسي جرګې د تېرو ټاکنو د پېنځلس ولایتونو د وروستیو پایلو برخلیک ناڅرګند پاتې دی.



د ټاکنو خپلواک کمیسیونونو لپاره د نويو کمیشنرانو له ټاکل کیدو سره تمه دا وه، چې دوی به د ولسي جرګې د ټاکنو د پاتې پېنځلس ولایتونو وروستۍ ټاکنیزې پایلې اعلان کړي؛ خو داسې برېښي، چې د خلکو د اړوند رایو برخلیک اوس هم ناڅرګند دی.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیز ابرهیمي وايي، چې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون باید دوی ته وروستۍ پایلې وروسپاري.
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.
سیاسي ډلې پر یادو کمیسیونونو غږ کوي، چې ژر تر ژره د پاتې پېنځلس ولایتونو وروستۍ پایلې اعلان کړي.
د حزب اسلامي د رهبرۍ غړی همایون جریر وایي، چې د ټاکنو کمیسیون باید د پارلماني ټاکنو په اړه، چې له ستونزو ډکې تر سره شوي؛ خپله وروستۍ پرېکړه وکړي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیونونه ولسمشریزې ټاکنې هم په مخ کې لري. که څه هم د ولسمشریزو ټاکنو لپاره مهالوېش اعلان شوی؛ خو تر اوسه هیڅ ډول عملي ګامونه ندي اخیستل شوي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا پخوانی رييس داوود علی نجفي ویلي، چې ولسمشرۍ باید په خپل غوراوي کې داسې کسان ټاکلي وای، چې د ټاکنو د ترسره کولو ځواک یې درلودای. که ټاکنې وځنډیږي؛ لومړۍ درجه مسوولین به یې حکومت او د ولسمشرۍ نوماندان وي.
د ولسي جرګې ټاکنې له ګڼو درغلیو او نیمګړتیاوو سره مل تر سره شوي؛ ولسمشر اړ شو، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیونونو غړي له دندې ګوښه او عدلي ارګانونو ته وروپېژني او پر ځای یې نوي کمیشنران د ولسمشرۍ د نوماندانو او مدني ټولنو د رایو له مخې غوره او وټاکي.
 


د مطلب کود: 181236

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/181236/د-ولسي-جرګې-۱۵-ولایتونو-وروستیو-پایلو-برخلیک-ناڅرګند-پاتې-دی

آوا
  https://www.avapress.com