کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سولې مشورتي لویه جرګه ثور میاشت کې جوړېږي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 20 حوت 1397 ساعت 17:55

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په یوه فرمان کې ویلي چې د سولې په اړه مشورتي لویه جرګه به د راتلونکي ۱۳۹۸ کال د ثور میاشتې پر ۹مه نېټه جوړه شي.



د دوشنبې په ورځ د «کب پر ۲۰مه»په دې اړه د ولسمشر غني په فرمان کې راغلي:"د ټولنې د ټولو قشرونو د استازو سلا مشورو، نظریاتو او ارزونو ته چې د حل د لارې د موندلو او د سولې بهیر د ګړندي کېدو لپاره وړاندې کېږي، د غوږ ایښودلو او اغېزمنې ګټې اخیستې لپاره لویه جرګه جوړېږي."
ولسمشر غني پخپل فرمان کې ویلي چې د سولې په اړه مشورتي لویه جرګه به یو لوی ملي فرصت وي، تر څو د افغانستان د ټولو خلکو استازي له طالبانو سره د خبرو اترو د چوکاټ او پولو ترڅنګ او دا چې څنګه سولې ته رسېدو شو خپل پوښتنې وړاندې کړي.
د ولسمشر غني په فرمان کې د سولې د مشورتي لویې جرګې مشري د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارالانشاء رئیس محمد عمر داودزي ته سپارل شوې ده.
د سولې په اړه د مشورتي لویې جرګې په اړه د ښاغلي غني په فرمان کې ویل شوي چې افغان حکومت به د لویې جرګې د پرېکړې په روڼا کې د سولې کړنلاره ترتیب او په عملي کولو کې به یې هڅه وکړي.
د دغه فرمان پر اساس د افغانستان د مالیې وزارت مکلف دی چې د جوړېدونکي مشورتي لویې جرګې لګښت ورکړي.
تر دې مخکې د افغانستان د سولې عالي شورا ویلي و چې ټاکل شوې د سولې په اړه مشورتي لویه جرګه د روانې کب میاشتې پر ۲۶مه نېټه تر سره شي، خو بیا وروسته د یو لړ لاملونو له‌مخې وځنډېدل.
د افغانستان د سولې عالي شورا تر دې مخکې ویلي و چې په دغه جرګه کې به څه باندې ۲زره کسان ګډون وکړي چې ۳۰ سلنه به یې مېرمنې وي.
 


د مطلب کود: 181238

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/181238/د-سولې-مشورتي-لویه-جرګه-ثور-میاشت-کې-جوړېږي

آوا
  https://www.avapress.com