د فراه امنيه قوماندان مل پاسوال رحمت الله صديقي ويلي، د فراه د مرکز په مربوطاتو کې دغه نښته چې پرون پيل شوې وه، تر نن سهاره روانه وه.
قوماندان وويل چې په نښته کې ١٧ مخالف وسله وال وژل شوي چې د لسو مړي د جګړې په ميدان کې پاتې دي.
د فراه چارواکي وايي، د شمالګاه په نوم دغه سيمه د دولت له وسله والو مخالفانو پاکه شوې ده.
په دې جګړه کې د ملي اردو د ٢ سرتېرو د ټپي کېدو خبر هم ورکړل شوى دى.
د دولت وسله والو مخالفانو د دې پېښې په اړه تبصره نه ده کړې.