کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په فراه ولایت کې د دولت ۱۷ تنه مخالف وسله وال وژل شوی

20 حوت 1397 ساعت 20:10

د فراه ولايت امنيتي چارواکي ادعا کوي چې په يوه جګړه کې د دولت ١٧ مخالف وسله وال وژل شوي دي.



د فراه امنيه قوماندان مل پاسوال رحمت الله صديقي ويلي، د فراه د مرکز په مربوطاتو کې دغه نښته چې پرون پيل شوې وه، تر نن سهاره روانه وه.
قوماندان وويل چې په نښته کې ١٧ مخالف وسله وال وژل شوي چې د لسو مړي د جګړې په ميدان کې پاتې دي.
د فراه چارواکي وايي، د شمالګاه په نوم دغه سيمه د دولت له وسله والو مخالفانو پاکه شوې ده.
په دې جګړه کې د ملي اردو د ٢ سرتېرو د ټپي کېدو خبر هم ورکړل شوى دى.
د دولت وسله والو مخالفانو د دې پېښې په اړه تبصره نه ده کړې.


د مطلب کود: 181240

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/181240/په-فراه-ولایت-کې-د-دولت-۱۷-تنه-مخالف-وسله-وال-وژل-شوی

آوا
  https://www.avapress.com