کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مالیې وزارت د مالیاتي اوونۍ په کمپاین کې شل زره اصنافو او هټۍ والو ته د مالیو د ورکړې په تړاو پوهاوی ورکړی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 20 حوت 1397 ساعت 18:36

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست نن د کب میاشتې په ۲۰ مه نېټه د مالیاتي اوونۍ پای غونډه په انټرکانټینینټال هوټل کې جوړه کړه.




په دې غونډه کې د عوایدو عمومي رئیسه اغلی امنه احمدي، د مالیې وزارت یوشمېر رئیسانو، د خصوصي سکټور استازو او یو شمېر مالیه ورکوونکو ګډون کړی وو.
د عوایدو عمومي رئیسې اغلی امنه احمدي د غونډې په پرانیسته وینا کې ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل: "موږ د خصوصي سکټور په مرسته په مالیاتي اوونۍ کې وکولی شول د مالیاتي کمپاین په موخه بیلابیل پروګرامونه جوړ کړو، چې له دې لارې مو شل زره اصنافو او هټۍ والو ته د مالیاتو د ورکړې په اړه پوهاوی ورکړی."
 نوموړې زیاته کړه:" موږ له خصوصي سکټور سره په ګډه په دې هڅه کې یو چې دا ډول پروګرامونو ته لا وده ورکړو او په هیواد کې د مالیې ورکړې کلتور لا پیاوړی کړو."
د سوداګرۍ خونې مرستیال ښاغلي خان جان الکوزي، د صنایع خونې رئیس ښاغلي شیرباز کمین زاده، ودې ته د متحدو پانګه والو ټولنې رئیس ښاغلي عبدالله فوشنجي، د سوداګرۍ او صنایع خونې مرستیال ښاغلي محمد یونس مومند، د خصوصي ښوونځیو د ټولنې رئیس ښاغلي غلام حیدر جعفري، د افغانستان د بانکونو ټولنې رئیس ښاغلي نجیب الله امیري په خپلو ویناوو کې د مالیاتو اوونۍ فعالیتونه او لاسته راوړنې د پام وړ وبللې او هر کلی یې ترې وکړل. نوموړو د دې پروګرام د موثریت او مثمریت د بیانولو تر څنګ خپل نظرونه او وړاندیزونه د لازمې رسیدنې لپاره هم وړاندې کړل.
مالیې وزارت په مالیاتي اوونۍ کې د هیواد په کچه ۱۶۰ بیلابیل د عامه پوهاوي پروګرامونه جوړ کړل  همداشان د مالیاتي کلتور د ودې په موخه یې ۸۱۰۰۰ قلمه تبلیغاتي جنسونه وویشل او په ټول هیواد کې ۱۰۰۰ بنرونه نصب او ۲۵ ورزشي سیالۍ په لاره واچولې همداشان د دې اوونۍ په اوږدو کې په اموزشي سیمینارونو کې ۱۵ زره د د خصوصي سکټور، ټولنو او ملي سوداګرو استازو ګډون کړې.
د یادونې وړده، چې د پروګرام په پای کې د مالیاتي اوونۍ کمپاین پروګرام پرمخ وړونکو ته تندیسونه هم ورکړل شول
 


د مطلب کود: 181245

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/181245/مالیې-وزارت-د-مالیاتي-اوونۍ-په-کمپاین-کې-شل-زره-اصنافو-او-هټۍ-والو-ته-مالیو-ورکړې-تړاو-پوهاوی-ورکړی

آوا
  https://www.avapress.com