کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل کې د افغانستان، پاکستان او چین درې اړخیزه غونډه تر سره شوه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 20 حوت 1397 ساعت 19:41

د افغان سولې د سیمه ییزو هڅو د پیاوړتیا لپاره په کابل کې د افغانستان، پاکستان او چین درې اړخیزه غونډه تر سره شوه.



په کابل کې د افغانستان، چین او پاکستان تر منځ په درې اړخیزه غونډه کې د بهرنیو چارو وزارتونو سیاسي مرستیالانو او په کابل کې د دغو هېوادنو سفیرانو ګډون کړی و.
په غونډه کې د دغو هېوادونو ترمنځ د باور فضا رامنځته کول، له ترهګرۍ سره ګډه مبارزه او د همکاریو پیاوړتیا محوري موضوعات ول، چې پرې خبرې وشوې.
په دې ناسته کې د افغانانو پر مالکیت د سولې پر بهیر د ټینګار تر څنګ له ترهګرۍ سره پر ګډه مبارزه هوکړه وشوه.
په کابل کې د پاکستان سفیر وايي، چې د قطر روانو خبرو ته  د افغان طالبانو په حاضرولو کې یې رغنده رول لوبولی دی.
په کابل کې د اسلام آباد سفیر زاهد نصرالله خان وايي، چې د سولې خبرو ته د طالبانو په کښینولو او د دوحې په خبرو کې پاکستان خپل رول ادا کړی. د بېلګې په توګه د طالبانو سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر مو له بنده خوشې کړ. مونږ د افغانانو تر منځ د خبرو لپاره نورې هڅې هم کوو.
په کابل کې د چین سفیر ویلي، چې د افغانانو سوله باید یوه نوې لوبه نشي.
په کابل کې د چین سفیر لیو جین سونګ هم وايي، چې له افغان سولې ملاتړ کوو او غواړو، چې د سولې خبرې د افغانانو په رهبرۍ تر سره شي. افغان دولت باید د سولې په خبرو کې مهم رول ولري. مونږ نه غواړو، چې د افغانستان سوله په یوه نوې لوبه واوړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مسوولین وايي، چې پاکستان باید د افغانستان په سوله کې رښتینې همکاري وکړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ادریس زمان وایي؛  تر ټولو دا مهمه ده، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د باور فضا رامنځته شي. د باور دا فضا هغه وخت راتلی شي، چې پاکستان د افغانستان په سوله او له ترهګرۍ سره په ګډه مبارزه کې همکاري وکړي.
د یادونې ده، چې پاکستان د افغان دولت لخوا په ځانګړي توګه له وسلوالو طالبانو څخه په ملاتړ تورن دی.
 


د مطلب کود: 181252

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/181252/په-کابل-کې-د-افغانستان-پاکستان-او-چین-درې-اړخیزه-غونډه-تر-سره-شوه

آوا
  https://www.avapress.com