دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۲۰:۱۹
د مطلب کود : 181253
جمهوررئیس غني پنځه قلمه تاریخي اثار ملي موزیم ته وسپارل
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن مازدیګر د افغانستان ملي موزیم ته دپنځه قلمه تاریخي اثارو د سپارلوپه مناسبت جوړو شویو مراسمو کې ګډون وکړ.
په ارګ کې په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې چې د هیواد لومړۍ مېرمن هم حضور درلود، د ملي موزیم رئیس محمدفهیم رحیمي وویل، په دغو تاریخي اثارو کې  د غازي امان الله خان د وخت (۱۳۰۱ل ) توره. د نولسمې پېړۍ ښځينه جیبي ګلدوزي شوی بکس. دوه د برتانوي هند د کمپنۍ سیکې او همدارنګه د برتانوي هند د شلمې پېړۍ د لومړیو یو لسګون بانکنوټ او یو انګلیسي چاقو شامل دي.  
وروسته صفي الله پاچا د افغانستان د ملۍ خپلواکۍ د ګټونکي غازي امان الله خان د وخت توره او همدارنګه حبیب الرحمن نوري د شلمې پېړۍ یو ښځینه جیبي بکس، د برتانوي هند د کمپنۍ دوه سکې، د برتانوي هند یو لسګون بانکنوټ او یو انګلیسي چاقو جمهوررئیس ته ډالۍ کړل.
جمهوررئیس غني له دواړو څخه په مننې د دوی  دغه لوی قدم او ملي احساس د قدر وړ وباله او مسوولینو ته یې د صفي الله پاچا او حبیب الرحمن نوري د تقدیرولو لارښوونه وکړه.
د هیواد جمهوررئیس د اطلاعاتو فرهنګ وزارت سرپرستې او د افغانستان د ملي موزیم رئیس ته د دغو تاریخي اثارو دسپارلو پرمهال د هغو د خوندي ساتلو لارښوونه وکړه. هغه زیاته کړه، د دارالامان ماڼۍ دوه پوړه به ملي موزیم او دریم پوړ به یې دولتي مراسمو ته ځانګړی شي.
جمهوررئیس څرګنده کړه، د خپلواکۍ د اتل غازي امان الله خان د وخت توره دا مانا چې دا وطن زموږ نیکونو او غازیانو په خپلو تورو او سرونو ساتلی او دا د هغوی د سرښندنو نښه ده. هغه زیاته کړه، غازي امان الله خان  په هیواد کې د اولني بانکنوټ په رایجولو سره د سکو انتقال اسانه کړ.
 
https://avapress.com/vdcftydymw6dc0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته