دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۱ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۰۱:۲۶
د مطلب کود : 181275
بغلان-سمنګان پر لویه لاره د طالبانو ډله ییز بریدونو مخه نیول شوی
د بغلان ولايت چارواکي وايي، نن سهار يې د بغلان-سمنګان پر لويه لار د وسله‌والو طالبانو د ډله‌ييزو حملو مخه نيولې ده.

د بغلان د امنيه قوماندانۍ په اعلاميه کې ويل شوي چې د افغان امنيتي ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په جګړه کې د تېلو يو ټانکر چپه شوى او په نتيجه کې يې څلور ملکيان وژل شوي او يو تن ټپي شوى دى.
په اعلاميه کې د افغان پوځيانو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه‌دي ويل شوي.
وسله‌والو طالبانو هم د دې پېښې په اړه تبصره نه‌ده کړې.
 
https://avapress.com/vdcjaveviuqeo8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته