عبدالحی خطیبی د غور والی ویاند د افغان غږ خبرګزاری سره په مصاحبه کې وایی چی طالبان د پسابند ولسوالی اوسیدونکو ته خبرداری ورکړی چی دا ولسوالی پریږدی. هغه زیاته کړه چی د طالبانو مقصد په دی ولسوالی کې د هغه ډلې وګړو ځای پرځای کول دی.
هغه زیاته کړه چی طالبان ویلی دی چی که خپل اړیکې د دولت سره قطع نه کړی هغوی د اقتصادی تحریماتو سره مخامخ کوی.
محمد ګل پویا غور مدنی فعال د
افغان غږ خبری آژانس خبرنګار سره په مصاحبه کې وویل چی د شپږ میاشتو راهیسی اقتصادی، ټولنیز محاصره کې قرار لری او ډیر ځلې طالبان خبرداری ورکړی چی که اړیکی یی د دولت سره قطع نه شی او طالبانو سره یوځای نه شی، هغوی مواصلاتی لاری قطع او نور په دی ولسوالی کې د ژوند کولو اجازه نه ورکوی.
هغه زیاته کړه چی که دولت دا ولسوالی خلګو او مواصلاتی لارو وضعیت ته توجه ونه کړی او مواصلاتی لاری خلاص نه کړی، د پسابند ولسوالی اوسیدونکې خپل سیمو پریښیدو یا هم طالبانو سره یوځای کیدو ته مجبور کیږی.
په عینی حال کې د چهارسده ولسوالی اوسیدونکې هم وایی چی طالبان کلینیک ته د هغوی تللو مخه نیسی چی دا کار د څو تنو کوچنیانو ژوند بایللو لامل ګرځیدلی دی.
دا په داسی حال کې دی چی د غور ولایت چهارسده او پسابند ولسوالی د ۷ میاشتو راهیسی د طالبانو اقتصادی تحریم کی دی.