تیره ورځ مازدیګر ترافیک پولیس د مزارشریف ښار سید آباد چوک عمومی سړک کې د یو فلنګ کوچ ډوله موټر کسانو له لوری وهل شوی او ټکول شوی دی.
په بلخ کې د ترافیک پولیسو وهل او ټکول
21 حوت 1397 ساعت 10:07
تیره ورځ مازدیګر ترافیک پولیس د مزارشریف ښار سید آباد چوک عمومی سړک کې د یو فلنګ کوچ ډوله موټر کسانو له لوری وهل شوی او ټکول شوی دی.
د آوا په ګزارش سره، تیره ورځ ۵ بجو په شاوخوا یو فلنګ کوچ ډوله موټر د سید اباد چوم عمومی سړک کې خلاف جهت حرکت کوله چی د ښار ترافیک پولیسو ممانعت سره مخ شو. ددی وروسته د موټر سواریان ترافیک پولیس وهی او ټکوی.
عادل شاه عادل د بلخ پولیسو قوماندی ویاند وایی چی هغه کسان د پولیس نظارت لاندی قرار لری او قانون په اساس به ورسره چلند وشی.
هغه زیاته کړه چی بلخ ولایت امنیه قوماندانی داډول چلند د ترافیک پولیسو په وړاندی قبول وړ نه بولی او ددی قضیه عاملین قانون جدی څیړنو لاندی نیسی او پولیس وقار او حیثیت څخه دفاع کوی.
د مطلب کود: 181281