دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۱ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۱۶
د مطلب کود : 181293
چارواکي: کونړ کې۳۴۰۰۰ ماشومان د پولیو ضد له واکسینه بې برخې پاتي
په کونړ کې د عامې روغتیا مسؤلین وايي، د پولیو ضد واکسین په تېر کمپاین کې ترې ۳۴۰۰۰ ماشومان له واکسینه بې برخې پاتې شوي دي.
دوی وايي، اوس يې په پنځو ولسوالیو کې یاد کمپاین بیا پیل کړی، خو دا ځل واکسین د څاڅکو پر ځای د زرق له لارې ماشومانو ته ورکول کېږي
د کونړ د عامې روغتیا رئیس ډاکټر عزیزالرحمن ساپي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته د نوي پیل شوي کمپاین په اړه وویل:
"زرقي او د خولې له لارې واکسین دواړه مؤثر دي، خو په ځینو مواردو کې زرقي واکسین زیات اغېز کوي، اوس مو ۵ ولسوالۍ«چپه دره، ماڼوګی، وټه‌پور، شیګل او مروره» د زرقي واکسین پروګرام کې داخلې کړي."

هغه وايي، ځکه يې په ۵ ولسوالیو کې یاد کمپاین پیل کړی چې په‌دغو ولسوالیو کې یا د فلج ناروغۍ ویروس موجود دی او یا هم د کوزې پښتونخوا د باجوړ سیمې سره شریکه پوله لري او هلته د پولیو مثبتې پېښې شتون لري.
د عامې روغتیا رئیس وايي، په یو شمېر سیمو کې د شته امنیتي ستونزو او واکسینونو سره د موجوده مخالفتونو له امله په تېر کمپاین کې له دوی نه ۳۴۰۰۰ ماشومان له واکسینونو څخه بې برخې پاتې شوي دي.
په کونړ کې د واکسینونو د پروګرام د عامه پوهاوي مسؤل ډاکټر اسدالله فضلي وايي:
"ولسونه، قومي مشران او د ټولنې نور غړي دوی سره همکار دي، خو د امنیت نشتوالی او د یو شمېر وسله‌والو ډلو شتون يې ستونزې زیاتې کړي."
د عامې روغتیا مسؤلین وايي: تېر کال په کونړ کې د پولیو درې مثتبې پېښې موجودې وي، که څه هم چې په نوي کال کومه مثبته پیښه نه‌ده موندل شوې، خو د ویروس موجودیت او ماشومانو ته د واکسینونو نه رسېدو سره د دې وېره شته چې سږ کال هم یو شمېر ماشومان په‌دغه لاعلاجه ناروغۍ اخته شي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjhvevtuqeo8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته