دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۱ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۱۹
د مطلب کود : 181294
جرمني: لاسته راوړنې باید د افغان سولې د خبرو قرباني نه‌شي
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر وایي، په افغانستان کې د څو کلونو لاسته راوړنې باید د سولې د خبرو قرباني نه‌شي.

هایکو ماس پرون په کابل کې د افغانستان له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره په کتنه کې په‌دې هېواد کې په بېلابېلو په تېره بیا د ښځو د حقونو، د رسنیو د ازادي او د بشري حقوقو په برخو کې د لاسته راوړنو پر ساتلو ټینګار وکړ.
د اجرائیه ریاست له‌خوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې ښاغلي ماس دغه راز ویلي چې له طالبانو سره د سولې خبرې به هله نتیجه ورکړي چې دا ډله د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرو ته کیني.
طالبانو د مخامخ خبرو د پیلېدو لپاره د افغانستان د حکومت پرله‌پسې غوښتنې رد کړې او دا حکومت یې د امریکا لاس پوڅۍ بللی دی.
د طالبانو استازیو تراوسه پورې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي سره څو ځلي خبرې کړي چې پنځم پړاو یې اوس په قطر کې روان دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcao6n6y49nau1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته