د کليو بيارغونې او پراختيا وزير پوهنمل مجيب الرحمن کريمي د دې پروژو د لاسليکولو په موخه جوړ شوی، مطبوعاتي کنفرانس کې وويل" د دې پروژو ټوليز ارزښت نږدې ۵۲۲ ميليونه افغانيو ته رسيږي، چې د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت د سيمه ييزو پروګرامونو د همغږۍ دفتر له لوري به د هېواد په ۱۴ ولايتونو کې پلي شي.
د کليو بيارغونې او پراختيا وزير زياته کړه، چې د دې پروژو په لګښت کې لس سلنه ونډه د کليو خلک ده، چې نږدې ۳۸ ميليونه افغانيو ته رسيږي او نورې پېسې د افغانستان دولت له لوري ورکول کېږي.
د کليو بيارغونې او پراختيا وزير وايي، چې د دې ۵۵ پروژو له ډلې څخه ۱۶ يې د کارېزونه دي، چې د کرنيزو ځمکو د خړبولو په برخه کې ګټور دي او په نورو پروژو کې د اوبو رسولو شبکې، استنادي ديوالونه، سړکونه او د پلونو جوړول شامل دي.
ښاغلي کريمي زياته کړه، چې د دې پروژو له لارې به ۱۴۴ زره کاري ورځې رامنځته شي او ۱۵۷ زره خلک به له دې پروژو څخه ګټه اخلي.
د يادونې وړ ده، چې د تېرو درې کالونو په ترڅ کې د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت د سيمه ييزو پروګرامونو د همغږۍ دفتر له لوري د څه باندې ۶ ميليارده افغانيو په ارزښت ۱۲۱۳ پروژې پلي شوي، چې د دوه نيمه ميليونه کاري ورځو د رامنځته کولو سربيره ترې ۶ ميليونه خلک ګټه اخلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)