کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ۵۵ پرمختيايي پروژو هوکړه ليکونه د پرمختيايي شوراګانو او شخصي شرکت سره لاسليک کړل

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 21 حوت 1397 ساعت 12:40

د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت د هېواد په ۱۴ ولايتونو، بادغيس، بغلان، غور، کابل، کندهار، خوست، لوګر، نورستان، پکتيا، پکتيکا، پنجشېر، سمنګان، تخار او زابل کې د ۵۵ پرمختيايي پروژو هوکړه ليکونه د پرمختيايي شوراګانو او شخصي شرکت سره لاسليک کړل.



د کليو بيارغونې او پراختيا وزير پوهنمل مجيب الرحمن کريمي  د دې پروژو د لاسليکولو په موخه جوړ شوی، مطبوعاتي کنفرانس  کې وويل"  د دې پروژو ټوليز ارزښت نږدې ۵۲۲ ميليونه افغانيو ته رسيږي، چې د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت د سيمه ييزو پروګرامونو د همغږۍ دفتر له لوري به د هېواد په ۱۴ ولايتونو کې پلي شي.
د کليو بيارغونې او پراختيا وزير زياته کړه، چې د دې پروژو  په لګښت کې لس سلنه ونډه د کليو خلک ده، چې نږدې ۳۸ ميليونه افغانيو ته رسيږي او نورې پېسې د افغانستان دولت له لوري ورکول کېږي.
د کليو بيارغونې او پراختيا وزير وايي، چې  د  دې ۵۵ پروژو له ډلې څخه ۱۶  يې د کارېزونه دي، چې د کرنيزو  ځمکو  د خړبولو په برخه کې ګټور دي او په نورو پروژو کې  د اوبو رسولو شبکې،   استنادي ديوالونه، سړکونه او د پلونو جوړول شامل دي.
ښاغلي کريمي زياته کړه، چې د دې پروژو له لارې به ۱۴۴ زره کاري ورځې رامنځته شي او ۱۵۷ زره خلک به له دې پروژو څخه ګټه اخلي.
د يادونې وړ ده، چې د تېرو درې کالونو په ترڅ کې  د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت د سيمه ييزو پروګرامونو د همغږۍ دفتر له لوري د څه باندې  ۶ ميليارده افغانيو په ارزښت   ۱۲۱۳ پروژې پلي شوي، چې  د دوه نيمه ميليونه کاري ورځو د رامنځته کولو سربيره ترې ۶ ميليونه خلک ګټه اخلي.
 


د مطلب کود: 181299

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/181299/د-۵۵-پرمختيايي-پروژو-هوکړه-ليکونه-شوراګانو-او-شخصي-شرکت-سره-لاسليک-کړل

آوا
  https://www.avapress.com