دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۱ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۴۹
د مطلب کود : 181306
پرتګال په ناروې کې ۱۰۰۰ تنه پناه غوښتونکو ته پناه ورکوی
ناروې او پرتګال هیوادونو په دې وروستیو کې یوه هوکړه کړې چې پر بنسټ به یې پرتګال د ناورې د ۱۰۰۰ تنو ګډوالو د پناه غوښتنې غوښتلیکونه مني، پرتګال هم دغو پناه غوښتونکو ته د پناه ورکولو په اړه تیاری ښوولی دی.

د یونان د کډوالو وزیر، دیمتریس ویتساس، د جعمې په ورځ وویل، هیواد یې له پرتګال سره تېره اونۍ یو هوکړه لیک لاسلیک کړی دی چې له مخې به یې د  ناورې په کمپونو کې ۱۰۰۰ پناه غوښتونکي کډوال پرتګال ته لیږدول کیږي او هلته به ځای پر ځای شي.
نوموړي ویلي په لومړي پړاو کې به ۱۰۰ تنه پنا غوښتونکي چې کورنۍ ورسره دي، امنیت او پناه غوښتنې ته اشد ضرورت لري له یونان څخه پرتګان ته و لیږدول شي.
د پرتګال د کورینو چارو وزارت د دې خبر په تائید سره ویلي دي، هغه هوکړه چې په دې وروستیو کې د ناروې او پرتګال ترمنځ لاسلیک شوې ده، د اورپايي ټولنې کمیسیون له خوا هم منظور شوې چې پر بنسټ به یې ۱۰۰۰ کډوال په پرتګال کې ځای پر ځای کیږي.
دا په داسې حال کې دی چې د یونان له لارې اروپا ته د  ورتلونکو کډوالو شمېر خورا زیات شوی نو له دې امله د ناورې هیواد په کمپونو کې د کډوالو د ګڼې ګوڼې له امله د نه ځای او امکاناتو په تړاو راپورونه ورکول شوي دي.
 
https://avapress.com/vdce7z8zpjh8vxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته