کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د لوګر ولایت په زرغون ښار سیمه کې چاڼیز عملیات روان دي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 21 حوت 1397 ساعت 15:14

د لوګر ولایت امنیتي مسوولین وايي، له تېرو دوه ورځو راپدیخوا افغان ګډو ځواکونو د محمداغې ولسوالۍ په زرغون ښار سیمه کې د وسلوالو طالبانو د ځپلو په موخه خیبر پېنځه نومي عملیات پیل کړي دي.



د لوګر د محمداغې ولسوالۍ زرغون ښار سیمه، چې له تېرو څو کلونو راپدیخوا په کې د وسلوالو طالبانو هڅې روانې وي؛ د افغان ګډو ځواکونو له چاڼیز عملیاتو سره مخ شوه.
چارواکي وايي په دغو عملیاتو کې یو شمېر کلي له وسلوالو مخالفانو پاک شوي او عملیات اوس هم روان دي.
د لوګر امنیه قومندان سمونوال مخلص وايي، په دې عملیاتو کې پېنځه وسلوال وژل شوي او دوه نور ټپیان دي؛ ۵۰۰ کیلو ګرامه چاودیدونکي توکي او اته موترسایکلونه امنیتي ځواکونو تر لاسه کړي دي.
لوګر والي محمد انور اسحاقزی وایي، چې امنیتي ځواکونو ته په روانو عملیاتو کې هیڅ راز زیان ندي اوښتي او عملیات په پوره بریالیتوب روان دي.
نوموړي دا هم ویلي، چې د عملیاتو په پای کې به دلته ټولګټې پروژې هم بشپړې شي.
د محمداغې ولسوالۍ د زرغون ښار سیمې اوسیدونکي له جګړې ستړي شوي؛ خو د وسلوالو طالبانو له وېرې یې له رسنیو سره خبرې ونکړې.
د دې ولایت د ولایتي شورا رییس حسیب الله ستانکزی وايي، د وسلوالو طالبانو د شتون له کبله د دې سیمې زرګونه کورنۍ نورو ځایونو ته کډه شوي او د زرغون ښار سیمې اوسیدونکیو ته په ډېرو برخو کې کار ندی شوی.
د نوموړي په خبره؛ سږکال ډېرې لویې پروژې، چې باید د محمداغې ولسوالۍ په ځینو سیمو کې بشپړې شوې وای؛ د وسلوالو طالبانو د شتون له کبله يې چارې وځنډې دې.
دوی له امنیتي مسوولینو غواړي؛ په ناامنه سیمو کې دې پوستې خوندي کړي، چې خلکو ته په ښه ډول امنیت رامنځته شي.
 


د مطلب کود: 181307

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/181307/د-لوګر-ولایت-په-زرغون-ښار-سیمه-کې-چاڼیز-عملیات-روان-دي

آوا
  https://www.avapress.com